د سپوږمۍ نقاب، ورېځ ده
د رڼا نقاب، تیاره ده
د ریښتیا نقاب، درواغ دی
د پوهې نقاب، جهل دی
د مکر نقاب، اوښکې دي
د نه کولو نقاب، فرصت ته انتظار دی
د لټۍ او تمبلۍ نقاب، بخت او تقدیر دی
د مسلمان د بدیو نقاب، شیطان دی
د افغانانو د خپل منځي اختلاف نقاب، پردي دي
د ۲۰۲۴ کال د مارچ ۱۲ مه
سرلوڅ مرادزی
11.03.2024
- الحاج ديپلوم انجنیرسیدرقیب شاه (هاشمی )
روژي میاشت ته په عربي کې رمضان چې د «رَمَض» څخه مشتق شوی په معنی د حرارت او د تیګی حرارت دی د دین علماوپه لمرکښې د کار کولو په معنی را اخیستی یعنی دا میا شت د خوبونو میاشت نه ده د حلال رزق د ګټلو لپاره په هر ډول شرایطو کې د کارکولو په معنی دی او په اصطلاح کښې د اسلامي کال هجری قمری نهمه ۹میاشت ده. الصیام هم ورته وایی صیام په لغت کی د ځان ساتلو په معنی دی او په اصطلا ح د شرع کښې په معنی د نه خوړلو،نه څښلواود خپلو ښځو سره د نه يوځای کیدلو(جماع نه کول) په معنی دی البته د سپیده داغ څخه تر ماښام پ...
13.03.2024
- محمد سليم سليمان
د ټولنيزو ، کلتوري او مذهبي علومو يو ډېر ادنی لوستونکی هم په دې پوهېږي چې نن سبا نړۍ د کولتوري، ټولنيزو او مذهبي ارزښتونو په برخه کې په ښه لورې نه ده روانه ، له کلتوري او ټولنیزو ارزښتونو څخه د انحرافاتو مسايل په ۲۱ مه پېړۍ کې په چټکي سره د خپرېدلو په حال کې دي ، خو نړۍ په دې ناروغي چا اخته کړه؟ ولې اخته شوه؟ څوک دې ټولنيزو او مذهبي انحرافاتو پراختیا او پرمختيا ته لمن وهي او ولې داسې کوي؟ موږ په دې ليکنه یې د ځواب موندلو هڅه کړې ده چې تاسې یې لوستلو ته رابولو. نړۍ چې د ټولنيزو او کلتوري ا...