ته چي ځان ترنوروپوه بـولـې پڅه
ونـــوروتـــــه په ګــــوته نغـــوتې کـوې پڅه
لارښـوونه اوګلې ونــوروتـه کـوې
نــه وینې خــــپل عـیـب وګړوته ګهېږې پڅه
سمون له ځانه پایله وه نورڅه کوي
ځان دي دی هـېــرکړی ګــډ پردو ته ئې پڅه
خبـري ډېرآسانه کړنه بیاستـونزمنه
وړوکې کــړنه ښه ده ډېـر ویل اوبهـانې پڅه
ته به راته وائې چي ګډئې ته پخپله
ښه وائې: ځان به کم زه سم خودنوروئې پڅه
13.11.2025
- شېرمحمدامیني ستانکزی
د هر ملت د تاریخ او تمدن بنسټ د هغه د کلتوري او تاریخي میراثونو په ستنو ولاړ وي، دغه میراثونه نه یوازې د تېرو نسلونو ژوند، دودونه، فکر او هنرونه انځوروي، بلکې د راتلونکو نسلونو لپاره د هویت، ویاړ او زدهکړې ژوندۍ سرچینې هم دي. افغانستان، چې د لرغوني تمدن او بډایه کلتور خاوره ده، د تاریخ په اوږدو کې د مېړانې، سرښندنې او پوهې په ډګر کې تل ویاړلی هېواد پاتې شوی دی، زموږ د نیکونو د ژوند نښې، د تاریخي آثارو، کلاګانو، مقبرو او مدني ودانیو په بڼه لا هم زموږ د ملت د عزت او غیرت څرګندې نښې دي....
17.11.2025
- ولي الله ملکزی
باران؛ ورو ورو ورېده ولي الله ملکزی
باران له ځمکې سره د آسمان د پټې او غلچکۍ مینې راز او له تلوسو ډکه نازولې زمزمه ده چې د هسک په لمنو کې را ټوکیږي او بیا د ځمکې په غیږې کې آرام مومي. باران د مینې، فراق او وصال سندره ده چې د ستړي ژوندانه په شور ماشور کې چوپېږي او موږ ته را زده کوي چې ښکلا په زغم او بریا په نرمۍ کې ده. کله چې باران وریږي نو داسې محسوسيږی لکه د وخت په مزل کې چې د یوې شېبې لپاره هرڅه په ټپه ولاړ وي؛ یوازې د څاڅکو ټېل ماټېل وي او وجدان د یوې ژورې خاموشۍ په لټه کې...