غزل

ګوري دې، راګوري دې چې ګوري غلي غلي

ســــتوري غلي غلي ګله، ســــتوري غلي غلي

ما چې وې له دنګو دنګو څوکو حيا ورغله

پرېواته له غرونو بلا سيوري غلي غلي

ستا د ستمونو هم انصاف ښکاري پرېشانه دی

چا باندې يې ځول شي، پر چا اوري غلي غلي

ځه چې انجمن لره زياتي غاړې تر غاړې ځو

څو به رقيبان ځانونه زوري غلي غلي

غلی کړې نثاره ياره چا په غزال سترګو کې

اوري دې له خولې د غزل توري غلي غلي.