شوې بې نيازه، زياتي غم پر تا غرض نه لري
ولاړې، باچا شولې، ستم پر تا غرض نه لري
د ژوند پر ټولو حوادثو دې خوا يخه کړله
نوره نزاع وي که سلم، پر تا غرض نه لري
د دنياګۍ ورانې ويجاړې دې اوس سر ټکوي
په ړنګو مېنو دې ماتم، پر تا غرض نه لري
شاعره، ستا رنګين خيال نور له لمبو نه وووت
نور دې اورونو کې قلم پر تا غرض نه لري
تا به مدام موږ ته د رنګ و نور کيسې کولې
د رڼا څلی شوې تورتم پر تا غرض نه لري.
28.11.2006
- arghawan
د مهاجرو ماشومانو له پاره اساسي زده کړې\ GTZ-BEFARe د پاکستان په سرحد ايالت کې د مهاجرو افغانانو ماشومانو ته اساسي او لومړنۍ زده کړې برابرولې. دې ادارې په ٢٠٠٢ کال کې وغوښتل چې د (( زما د ملګرو سره ووينئ )) نومی کتابګوټی پر ماشومانو ووېشي. دهغه په اړه يې زما نظر وغوښت. لاندې کرښې مې ورته وليکلې. زه هغه مهال د نوموړې ادارې د پښتو ښوونيزو او روزنيزو موادو د تأليف او تدوين مسؤول وم. (( نثار))__________________________________
د ا د هغه مصور کتابګوټي نوم دی چې د آسيا او لټ سمندر...
29.11.2006
- arghawan
يوه ورځ چا له پوهاند قلندر مومند نه پوښتنه وکړه چې پښتانه ليکوال د ماشومانو ادبياتو ته له سره پام نه کوي، چې دا ولې؟تر څو قلندر صاحب ځواب ته ځان سازاوه، پروفيسر تقويم الحق کاکاخېل غاړه صافه کړه، ويې ويل: (( ولې، دا موږ او تاسو يې چې ليکو، دا د ماشومانو ادبيات نه دي څه؟!))...