دنيا خوبولې ده.
وحشت د هر يوه غورځنګ او آواز په مخ
ور داسې تړلی
لکه ما چې پر ځان.

د دغه خلوت دېواله ته مې
چې څه په زړه پورې نقش يې نشته
غلي په غوږ کې ويل:
لکه چې په دا ټولو کې
د ژوندانه فرېب څه پټ رنګونه لري!

شپه د وحشت له کبله درنه ده.
دنيا خوبولې ده او زه په خپل وهم کې ويښ يم:
په دې خلوت کې چې حيرت يې د دېوال نقش دی
د ژوندانه فرېب څه نورې طرحې کوي؟