په تياره کې مې،
چې چوپتيا خپره وه او
د سبا وږمې
پرده له ځانه سره وړله،
درباندې غږ وکړ
پاس په خواشيني آسمان کې
يو ستوری سوځېده
يو ستوری په منډه وو
يوه ستوري له دنيا سترګې پټولې.
****
درسته هستي مې لکه د پيو ډکه پياله
په لاس کې نيولې وه
د سپوږمۍ آبي جلوه
پر شيشو لګېده
او تا ته مې نارې کړې
او تا ته مې نارې کړې.
****
د چينجيو له ښاره يوه غمجنه ترانه
لکه لړه پورته خته
او د لوخړې په څېر پر کړکيو پرېوته.
****
زما په سينه کې
درسته شپه
چا له نامېندۍ تيګا وهله
څوک جګېده
چا ته غوښتې
او د هغې يخ کرخ لاسونه يې
شا ته پورې وهل؛
درسته شپه
له تورو څانګو يو غم اورېده
څوک له ځانه پاتې کېده
او چا ته يادولې
هوا د لوټو ګټو غوندې
د هغه پر مخ لګېده.
****
زما وړه ونه
پر باد مينه وه
پر بې سره و سامانه باد!
چېرې دی د باد کور؟!
چېرې دی د باد کور؟!