انځور

نصرت الله الهام


د انځور له مړاوو سترګو نه لوګى شم
ته نو پېغله شه چې زه درته منګى شم
خيال مې وايي چې ملګرى دې ضرور يم
يا دې يار يمه او يا خو يې انځور يم
شوه د غم توره شيشکه مې ملګرې
خيال مې پرانستې د يار په لور وزرې
د څپو تته هنداره کې ځان وينم
د اوبو په څېر سپېڅلى جانان وينم
مړ تصوير چې يې سلام د مينې واخيست
له انځوره مې الهام د مينې واخيست
د خيالونو په هنداره کې يار وينم
بيا ديدن ته ځمه خدايږو که لار وينم
بت پرست نۀ يم اشنا ته احترام کړم
د زړه تل کې له انځور سره کلام کړم
هئ د حسن د تصوير تماشه وکړئ
خلکه زړه کې مې د وير تماشه وکړئ
د يو چا د سترګو عکس راته راشي
سترګو سترګو کې تک شين شي په خندا شي
ته سېلاب ته مې څپه شه چې تنګى شم
د انځور له مړاو سترګو نه لوګى شم