پښتو او پښتانه

د جمعه خان صوفي ليکنه

پوره مې ياد نه دي ، خو ١٩٨١ يا ١٩٨٢ ؤ ، باچا خان د کابل په وزير اکبر خان نومې کارته کې د کارمل د دولت د مېلمه په حېث دېره و. يوه ورځ يې خداى بښلي علامه عبدالحي حبيبي ليدو ته راغى. باچا خان ورته بې واره ووې : يا هلکه حبيبي ! زه خو دا ستاسو په خبرو نه پوهېږم.
حبيبي په خندا شو ورته يې ځواب ورکړو. باچا خانه ! والله که زه هم پرې پوهېږم

په ٢٠٠٣م کال کې زه کابل ته لاړ وم ، هلته د انتيک فروشۍ په کوڅه کې د علامه عبدالحۍ حبيبي پر نوم د کتابونو خرڅولو په دوکان کې ناست وم چې مالک يې د احمد په نوم يو کندهارى دى. ( اوس دغه دوکان د ملک اصغر په څلور لارې کې دى ).

د ويترين د پاسه جوت د دري او پښتو زده کړو کتابونه پراته وو ، ما ترېنه وپوښتل ، چې دا خارجيان د کومې ژبې د زده کړې کتابونه اخلي ؟
احمد ووې ، چې په سلو کې نوي خارجيان د دري زده کړې کتابونه اخلي .
په دې کې شک نشته چې پښتو لکه د پښتنو يوه ګرانه او پيچلې ژبه ده . د تاريخ په منډه کې وروسته پاتې يا پاتې کړل شوې ده. د پښتنو د ټولنيز وروسته پاتې والي ښکارندوى ده . دغه بحث ته تلل نه غواړم . تاريخي عوامل لري . فقط روان حالت باندې تبصره کوم . خارجيان يې ځکه نه زده کوي چې پخپله پښتانۀ يې ورځ تر ورځه ګرانوي .
په نړۍ کې هيڅ انسان ، ټولنه ، هېواد او ژبه سوچه نشته . که نسبي سوچه توب وجود لري نو هغه فقط په وروسته پاتې او پسمانده ټولنو کې وجود لري . ټولنه ، چې څومره نيمچه او جوټه کېږي ، دومره پرمختګ کوي . ژبه يې پرمختګ مومي او ادارې يې پر مخ ځي . ترقي راځي ، ښېرازي او آبادي يې نصيب کېږي.
د افسوس ځاى دادى چې پښتانه روشن فکران لکه د خپلې جامعې په تنګه قافيه کې راګېر دي . سياست او ايډيالوجۍ کې افراط ته ځي . لکه چې د ثور انقلاب خلقي پښتانه يا د مجاهدينو حزبي او ورپسې طالبي پښتانه ، دغه راز وضعيت د خپلو پښتنو روشنفکرانو له لاسه پښتنو سره هم کېږي. د سوچه توب په لټه کې د بامبړانو ژبه جوړېږي . بامبړان يا برهنان چې سنسکرت نه ډکه کومه ژبه وايي ، نو نور هندي ژبي هندوان پرې هم نه پوهېږي .
دوۍ چې کومه ژبه عاموي ، خارجيان خو پرېږده ، چې زده يې کړي ، پخپله باچاخان غوندې خلک هم پرې له نه پوهېدو شکايت کوي .
ايرانيان که د خپلې فارسۍ سره لوبې او نخرې کوي ، نو حق لري . پرمختللې ژبه ملت او سياسي واک لري . پښتانه دغه موقعيت او حالت نه لري . پښتانۀ بايد څو خبرې ومني . نو بيا دې پښتو ته خدمت وکړي .

يو دا، چې د پښتانه اکثريت قبايل دي . دويم ټوټې دي . درېيم په دوو سياسي او اجتماعي نظامونو او ملکونو کې ژوند کوي . څلورم د تاريخ په منډه کې دوۍ او د دوۍ ژبه وروسته پاتې دي . پېنځم پښتو له هيڅ يوې ګاونډي ژبې سره مسابقه نه شي کولاى .

لهذا دوۍ ضرورت لري چې د ګاونډيو ژبو تر طبعي تاثير لاندې خپلې ژبې ته خدمت وکړي . د ژبو په جنګ کې پښتو ګټونکې نه ده . اړتيا داده چې حالاتو کومه زمينه برابره کړې ده ، له هغې نه استفاده وکړي او انګريزي ژبه زده کړي . انګريزي ژبه د علم او فرهنګ ژبه ده او داسې بين المللي شوې ده لکه هيڅ ځانګړي ملت پورې ارتباط ونه لري ، ددغې ژبې زده کړې سره دوۍ په اينده کې د ژبې د جنګ د شخړو نه ځانونه وژغوري .

د پاکستان پښتنو ته به نژدې شي او تر ډېره حده به له تنګې قافيې راوځي . د علامو او تاريخ له ګردانه به خلاص شي. انعطاف او توازن به يې په برخه شي . نوي نوي ابتکارات به کوي او د بدلېدونکې نړۍ نوي نوي تفکراتو نه به اشنا شي . د شاتګ او ماضي نه به راوځي او په اينده باندې به فکر کوي .

زه چې په کابل کې وم نو د محمد داؤد د جمهوريت په درسته دوره کې به جمال مېنه کې د عبدالحي حبيبي صاحب کور ته دده ليدو ته تل تللم . د حبيبي صاحب په باره کې چې ډېر لوړ شخصيت و ، زما خپل خيالات شايد ، چې د ډېرو پښتنو نه جدا وي ، مګر ما حبيبي صاحب د يو داسې عالم او فنکار په توګه پېژندلو چې پښتنو ته يې پرتوګ جوړ کړى دى .

د حبيبي صاحب سره به همېشه ما بحث کولو . د مرحوم عقيده دا وه چې اينده پنځوس کاله پس به پښتو خپل شته حېثيت له لاسه ورکړي . خو داسې معلومېږي چې په دغه پېش بينۍ کې حبيبي صاحب غلط شو . د پښتنو مثبتو فعاليتونو له کبله نه ، بلکه د هغوۍ منفي خواوو دغه پېش بيني باطله کړه .

د ثور غوېمنډ ، شوروي مداخلې ، سوړ جنګ او داخلي نښتو جهان دې ته اړباسلو چې د امريکا غږ ، بي بي سي ، مصر ، سعودي ، زاهدان ، ماسکو ، ډيلي ، پاکستان ، پېکنګ ، آزادي غږ، ډايچي ويلې او نورو بهرنيو هېوادونو راډيوګانو له لارې بېسواده افغانانو پښتنو ته نشرات شروع او تشديد کړي او هغوۍ وجنګوي . اوس چې هغوۍ وجنګېدل او تروريستانو پکې لاره پېدا کړه نو د هغوۍ د کراره کولو د پاره د دغو نشراتو ضرورت دى .

اوس خو نوبت انټرنېټ او تلويزيون ته رسېدلى دى . پاکستان ، چې تل پښتنو د پښتو ضد په سياست توانېدلو ، پکې پنجابيانو د خېبر تر نامه لاندې پښتو تلوېزيون پېل کړ او اوس ملي نشراتو کې کافي برخه د پښتو ده او د پښتو پر ځانګړي نشرياتو باندې کار روان دى .

افغانستان کې هم ازاد چېنلونه مېنځ ته راغلي دي . او نژدې ده چې نور بهرني هېوادونه د پښتو چېنلونه جوړ کړي ، په دې ترڅ کې د پښتنو خپلې هڅې ډېرې ناڅيزې دي .

البته دا نوي امکانات چې د پښتنو له مثبتو کوششونو پرته منځته راغلي دي ، په دغو نهادونو کې د ناستو افراطي روشن فکرانو له لاسه خرابېږي . د سوچه توب په لټه کې داسې اصطلاحات او توري تعقيمېږي چې عام پښتانه پرې نه پوهېږي .

هسې هم ( زبېښاک ) ، او ( ښکېلاک ) د پښتنو ډېر وخت ضاېع کړى دى او دغه وروسته پاتې مشتقات د استمثار ( استحصال ) او استعمار يعنې کلونيالېزم دپاره استعمال شوي دي او اوس هم کوزني پښتانه پرې سم نه پوهېږي . چې د وخت په تېرېدو سره نوي نوي توري د خارجي هېوادونو له نشراتي ادارو او راډيوګانو څخه را ايجادېږي او د پښتون وروسته پاتې ټوتې ټوټې وجود باندې راپرېوځي .

عام يا عمومي انتخابات چې د منځنۍ ايشيا او غربي ايشيا نه واخلې تر جنوبي ايشيا پورې تول ولسونه پرې پوهېږي ، په نامانوسه ( ټول ټاکنو ) باندې بدلېږي . دغه راز پايه تخت ، دارالخلافه يا دارالحکومت چې د تاشکند نه واخلې تر بنګال پورې خلک پرې پوهېږي ، په پلازمينه باندې بدلېږي . دغه نامعقوله روشن فکران په دې هم نه پوهېږي چې تبليغاتي ادارو څخه دغه راز نخرې د دوۍ ګناه نوره هم زياتوي . ځکه چې د تبليغاتي ادارو دنده او ډيوټي داوي چې هغه ژبه تر ټولو بهتره ده چې څومره زر پرې خلک پوهـ شي . دوۍ دغه نزاکت هم په نظر کې نه نيسي .

دغه ډول بدعتونه د پښتنو ذمه واري نوره هم درنوي ، دغه تور چې پښتانه افراطي دي ، تر دې چې د ژبې کار کوونکي يې هم ثابتوي .

لهذا پښتانه په عام ډول او برني پښتانه په خاصه توګه بايد د ژبې په استعمال کې توازن له لاسه ورنکړي . ژبه د تفاهم وسيله ده . بل څه تقدس نه لري . څوک چې په انسانانو او ژبو کې د سوچه ناسوچه په لټه کې وي ، د هغوۍ هڅې بېهوده دي او د باچا خان غوندې په پښتنو مين مشران هم ورته ګوته نيسي . هسې هم پښتو لا معياري شوې نه ده ، چې افراطيان او انتها پسندي يې نوره هم خرابوي .

د خېبرواچ وېبپاڼې څخه په مننه