فېصل فاران


وچ ګلونه مې د مات ګلدان سينګار شو
هغه ستړي لاروي چرته ايسار شو

ته به کله راځې جانه سپرلى درومي
تور توتان له ګورو څانګو راغوځار شو

پاڼې پاڼې شو ګلونه د بکياڼو
ستا د ياد مارغان هم زړه کښې په قلار شو

د افق پېچومۍ ورکې شوې لوګو کښې
شنه طوطيان د خپلو لارو نه بې لار شو

خراړې بېرته راستنې نه شوې فارانه
په ولاړه باندې ستړي سپېدار شو