امان اپريدى

لمر چې څرک وهي زه مخې ته ډيوه ږدم
په څپو د امېدونو اندېښنه ږدم

کله کله ځان له ځانه هم ګټل وي
په سنګېر ځمکه رديف او قافيه ږدم

دا په ((لا)) مين چې برېتو کې موسېږي
د عشاقو په قطار کې يې نامه ږدم

د خېبر په سر که جلت ستورى راوخوت
يو څو څاڅکي د زړګوټي صدقه ږدم

بس يو دا علاج مې شته نه چا راوښود
د کالدارو په بدل دستار ګاڼه ږدم

لويه خدايه د تنکيو څه قصور دى
ور په سر چې د بارودو عمامه ږدم

امان څه چې د ملت تکيه په تا ده
ګرانه ياره درته ګرانه مرحله ږدم