سليم بنګښ

يوه قاتل چاړه ده ايښې د هر چا په غاړه
چېرته موسى ورته راولېږه عصا په غاړه

بلها ښايست لرې بلها درپسې وکړېدو
مونږ مينه څه وکړه مونږ واخيسته بلا په غاړه

داسې محشر کې زه جزا وته ولاړ يمه چې
توبه مې ده قبوله شوې او ګناه په غاړه

په دې مېدان کې خلک اوس هم بې ګناه قتلېږي
يو قاتل اوس هم دى دېره د کربلا په غاړه

يو څوک يې وژني هم يو څوک ځانونه خپله وژني
يو جنګ روان دى د فنا او د بقا په غاړه