ديدار باغي

خپله مست خپله نشه يم
خپله مړ خپله ژوندى يم
زه مختار ددې هرڅه يم
کله خر کله سړى يم

په بل ځاى کې مې وجوددى
دغه لږه مې حصه ده
متاثر ، چې شم له چانه
هم هغه ته مې سجده ده
په جذباتو کې راټوله
د مستۍ او عشق کيسه ده
ددې ګل خاورې کېدو کې
څه خو پټه فلسفه ده

مېلمانه ټول د فنا دي
که دا شونډې که ګلان دي
بس يو ته شوې راته پاتې
نور په منډو دي روان دي

بس يو ستا مخ دى جانانه
نور د  اوره دي نور ښکاري
زه ، چې هر طرف ته ګورم
ستا جمال ښکاري طور ښکاري
د مړخولو په دې ښار کې
يو باغي دى منصور ښکاري
عجيبه بېلاتي کس دى
ورته نېشت کې سرور ښکاري

يوه ساه دې راله راکړه
يو عذاب مې درواپس کړ
يو درياب وجود دې راکړ
يو حباب مې درواپس کړ