ډاکټر اسرار

د روح سندرې اورېدل پکار دي
د زړه طبلې ته ګډېدل پکار دي

د ګل ښکلا ته خوشالېږي هر څوک
د ګل په ژبه پوهېدل پکار دي

هر سړى تښتي د يو بل نه لرې
چغې وهي چې يو کېدل پکار دي

سوز مې په شعر کې څه کم غوندې دى
چرته کې سم ميينېدل پکار دي

چې مو اغاز و د نفرت نه کړى
اوس يې انجام ته ټينګېدل پکار دي

اسراره نور په کږو لارو مه ځه
اخيري وخت دى سمېدل پکار دي