ناصر مومند، شمالي کېليفورنيا

ګورئ ظلمونو ته زما لۀ تن نه ساه وباسي
زما لۀ زړۀ نه محبت وباسي تا وباسي

زما د زړۀ کور کې زما د مينې قتل کوي
او جنازه ترېنه د مينې پۀ خندا وباسي

ډېوه يې مړه کړه او تېارو غېږه کې کلک ونېوم
کرکه پۀ زور باندې لۀ زړونو نه رڼا وباسي

دا د مشرق او د مغرب ښکلي دي ټول ظالمان
يو پۀ مستۍ رانه زړګى بل پۀ حيا وباسي

ېوازې صبر دى چې اوښکو سره ولې ورکړي
د مينې مړى به د زړۀ کور نه همدا وباسي

تور قسمتونه د ناصر پسې پۀ ډلو ګرځي
هره خوښي يې ژوندانۀ نه پۀ بيا بيا وباسي