اقبال مومند، پېښور

مونږ لا ګلونه د فردوس راپورته کړي نه وو
مونږ شهيدان د باجوړ لا پورته کړي نه وو
مونږه لا څلي په سينو کې د ارمان جوړول
مونږه لا سترګو کې عکسونه د ګومان جوړول
مونږ لا د وينو د څادر پيڅکه وينځلې نه وه
مونږه لا زنه د شهيد ارمان تړلې نه وه
زمونږ په سترګو کې لا پرخه پرخه ناؤ پروت و
زمونږ په زړونو کې د سرو وينو تالاو پروت و
مونږه په ماته ملا کوشش د پاڅېدو کړى و
ايله مو نيت په اډاڼه د ودرېدو کړى و
چې سلسله دې راله بيا د تصور ماته کړه
چې دوباره دې راله ملا د پېښور ماته کړه
چې د تاريخ پاتې سودا دې راله هم ورانه کړه
قيصه خوانۍ پاتې وه دا دې راله هم ورانه کړه

لمبه لمبه شو پېښور تنور تنور پېښور
دا د ولس او د پولس په وينو سُور پېښور
پېښور لاړو د بارودو په ګرداب لاهو شو
پېښور لاړو د سکروټو په درياب لاهو شو
اوس په وطن کې ښکته لاړ شمه که پورته لاړ شم
امن د کومه ځايه راوړمه کوم لور ته لاړ شم
اوس که چا وې چې پېښوره د ګلونو ښاره
اوس که چا وې چې پېښوره د سېلونو ښاره
اوس که چا وې چې په ښارونو کې سلطانه ښاره
اوس که چا وې چې د ښائست د وطن خانه ښاره
اوس که چا وې چې اى د امن پيامبره ښاره
اوس که چا وې چې پېښوره د زړۀ سره ښاره
هسې په خوله وايي درواغ وايي رښتيا نه وايي
دې ته ياري نه وايي دې ته ملګرتيا نه وايي
تله نو په کومه جذبه ما وژنې او ځان وژنې
د چا دپاره بې ګناه مسلمانان وژنې

تاته دا څوک وايي چې پلار تباه کړه ورور تباه کړه
تاته دا څوک وايي چې ځان تباه کړه کور تباه کړه
تاته دا څوک وايي اورونه د نمرود وشينده
تاته دا څوک وايي ګلونو کې بارود وشينده
ته چې راپاڅې د قيامت په ورځ نو څه به وايې
زما په بابله به څه وايې او که نه به وايې
تا سره ستا د عقيدې څه جواب شته او که نه
تا سره غم څه د حساب او کتاب شته او که نه
دا ستا په شا کوم ابوجهل کوم شداد ولاړ دى
دا ستا په شا د کوم ظالم شمر اولاد ولاړ دى
تا چې دا څوک د جنتونو نه دوزخ ته بوځي
تا چې دا څوک د يو اړخ نه بل اړخ ته بوځي

اى چې دا څوک دى چې يې ته خفه کولى نه شې
اى چې دا څوک دى چې د زړه نه يې ويستلى نه شې
اى چې دا څوک دى چې په تا باندې بې شانه ګران دى
اى چې دا څوک دى چې په تا له خپله ځانه ګران دى
اى چې دا څوک دى چې يې ته په اشاره ګډېږې
اى چې دا ولې د هغه په کنايه ګډېږې
دا ته د چا لپاره خپله سينه اور ته نيسې
دا ته د چا لپاره سپينه لمن تور ته نيسې
دا ته د چا لپاره ځان له په پرزولو ورځې
دا ته د چا لپاره مرګ له په شاډولو ورځې
دا ته د چا دپاره وينې تويوې د خلکو
دا ته د چا دپاره مېندې بوروې د خلکو

دا ته د چا لپاره ځان په خپله توره وژنې
دا ته د چا لپاره خلک بې قصوره وژنې
اى که زما منې نو خلکو سره مينه وکړه
اى که زما منې نو ترس په دې وينه وکړه
اى که زما منې نو د کرکې نه خو کرکه وکړه
اى که زما منې نو لږ رحم په دې ځمکه وکړه
هر يو ارمان دې راله پاتې کړو په ځاى ظالمه
د چا بدل دې رانه واخيستو د خداى ظالمه

اى خداى ته وګوره او روي د پېغمبر ومنه
مينه خوره کړه او راخپل کړه لروبر، ومنه
نور د مذهب په نوم جهاد مه کوه جنګ مه کوه
نوره دا لوبه مغل واله د اورنګ مه کوه