((لیکوال بختیارځدران))


پراننــــــــګو یې داوربــــــــل ســــــــــایه راوغوړیــــــــــــــــــــــده
ښـــــکاري چې شپه راځي پر ګل سایه راوغوړیــــــــــــــــــــده
زمــــــا به ورکـــــــه شي ستړتیـــــــــــــــاورته ارمــــه به شــــــــم
کــــه یې له زلــــــــفو د ول ول سایــــــــــه راوغوړیــــــــــــــــــــده
یقین مې نه شي چې به راسي تر محراب او جومـــــــــــــــــات
په تللــــــــي پل یې د مـــــــغل سایه را وغوړیـــــــــــــــــــــــــــــده
شکر چې شته لکه کاروان،سایـــــل ،درویش، غضـــــــــري
په نــــــوي قــل یې د غــــزل سایـــــــه را وغوړیــــــــــــــــــــــــــــده
څــــــــه په نیــــولي ساه د وکړلو مــــــــــزل بختیـــــــــــــــــــــــاره
چې راسیـــــــدلې تر منزل ســــــــایه راوغوړیــــــــــــــــــــــــــــده