حماد حسن

يو کچه خوب نرۍ سرخي د کجل نښې ښکاري
د هغۀ سترګو کې زما د غزل نښې ښکاري

يوه خاموشي ده، يو وقار، يو مرمري بدن دى
ستا په پېکر کې په ايمان د محل نښې ښکاري

ما به سرګړى دې کنډو کې په غرمه کې رېبۀ
هلته اوس هر خوا د دېوال او بورجل نښې ښکاري

ما غرڅني چې ددې ښار نه لمن خلاصه نه کړه
په دې کوڅو کې ستا د زلفو د وَل نښې ښکاري

څوک چې منصف تړي د جبر د تاريخ په زنځير
رښتيا خو دا دي چې هغه کې د غل نښې ښکاري

يو کريکې کريکې خاموشي ده توره شپه حماده
جانان جانان کوڅو کې هم د مقتل نښې ښکاري