لال زاده ساګر

ګرانې ګرانۍ راپکې سپږې وکړې
زما طاقت د يو ببوزي نشته
جانان زما نه ايرکنډېشن غواړي

 

تاوان د ګاډي ترې ضرور واخلئ
ددې ماشوم خو و اجل راغلى
زمونږه خان له يې موشن خراب کړو

 

غريب چې مړ شي څلور چڼي راشي
چې جاګيردار، سرمايه دار مړ شي
هر خوا پټکي برګ رومالونه ښکاري