الياس حېران، پېښور

راشه مه کوه ستم برېښنا
توره تياره ده چم په چم برېښنا

مالدار خو کار د جنراتور نه واخلي
په غريبانو وي تورتم برېښنا

په اشارو کې راته هسې وايې
چې انتظار کوه درځم، برېښنا

کله ناکله خېر دى ځه په چکر
هر وخت خو مه وايه چې ځم برېښنا

دا تله راتله دې بيماري ده ګورى
ددې علاج وکړه ته سم برېښنا

زړه کې مې وېره وي چې دا دى لاړې
که زه کېنم او که پاڅم برېښنا

لږ اعتماد کړه خپل اولس کې پېدا
بس مه ځه پوخ وخوره قسم برېښنا

شل روپۍ شپه درپسې زه سوځوم
بِل خو دې هم دى يو لوى غم برېښنا

خود به تيارو کې تيندکونه خورمه
چې زه په تا مينېدم برېښنا

وايي الياس چې څه يو غم دې نه دى
بېګا چې نه وې ژړېدم برېښنا