ډاکټر ثواب الدين مخکښ

چې پايزيب او پېمانه داوړه ټکر شو
ما وې پو شوله شپېلۍ لاړو محشر شو

بې نوبته ډکېدل وه د جامونو
دسا قي په مېخانه کې جوړاختر شو

زړه په مخه کړم چې ترنګ درباب واورم
څه قسمت دی په په شباب وربرابر شو

ددوشنو سترګو په جنګ باندې مشغول شو
شېخ خمار شو هر يو جام ورته کوثر شو

وي دورځې فرښتې او دشپې څه کړي
دامخکښ خو له شېخانو درپه درشو