اسير منګل

سپوږمۍ چې په سکڼي ماښام کې نيمه رابهر شي
يوه چغه شي اختر شي
شپه وکړي غزونې نوى رنګ نوى سحر شي
يوه چغه شي اختر شي
موسم که د خزان وي کېفيت د سپرلي راوړي
هر چاته مستي راوړي
د مينې غوټۍ ګل چې شي وطن رنګيني راوړي
د زړه خوشحالي راوړي
نفرت په مخه زغلي محبت ورته سنګر شي
يوه چغه شي اختر شي
نکريزې دي چې نن پرې د هر چا لاسونه سره دي
رنګونه راخواره دي
د چا په دنياګۍ کې پټ يادونه مېلمانه دي
هيڅوک ترې خبر نه دي
د زړه په شيش محل کې چې څوک کېني بختور شي
يوه چغه شي اختر شي
دا وخت يې چې نن وايي دا زما او ستا قيصه ده
د مينې ترانه ده
منګله! که خيال وکړې څومره ښکلې زمانه ده
په مونږه باندې شپه ده
راځه چې مينه وکړو ټول غمونه به بهر شي
يوه چغه شي اختر شي