ویر ځپلیو کندهاریانو ته!

عبدالغفور لېوال


 کندارۍ ملالې دا به مو قسمت وي
 په اوږو چې جنازې وړو ډولۍ نشته
 سر په غلا ګرځوو خدای نه امان غواړو
 په هیندارو پټه شوې خولۍ نشته
 
 کندارۍ ملالې تا چې خامک کړی
 هغه شین څادر په کټ د شهید خور دی
 د لالا غاړه دې مه ګنډه په سنډو
 د هغه ځلمي بدن په لوګي تور دی
 
 کندارۍ ملالې! ګل معلم شهید شو
 د مکتب په کتابونو لمبې تاو شوې
 سیپارې د ماشومانو په لاسو کې
 په دې پاڼو د ګلونو لمبې تاو شوې
 
 کندارۍ ملالې داسې ورځې راغلې
 چې انسان له بل انسان څخه ډاریږي
 د کاوبای او د شیخانو لېونتوب کې
 یو افغان له بل افغان څخه ډاریږي 
 
 کندارۍ ملالې شین ارغند وچ شوی
 د بابا صاحب میلې وحشت خوړلي
 د خرقې په دروازه کې خلک سوځي
 د انارو سرې غونچې وحشت خوړلي
 
 کندارۍ ملالې هله چې بیا ګړز شو
 بیا به چیرې ماشومان په وینو سره وي
 بیا به کونډه اجاڼۍ چیرته چغیږي
 بیا به کوم ځای کې زخمي زلمي پراته وي
 
 کندارۍ ملالې تور پړونی واخله
 زموږ خویندې سیه پوشې دي له غمه
 بس همدا به مو شامیت وي له ازله
 چې مو وچې نه شوې سترګې هیڅ له نمه
 
 کندارۍ ملالې ته خبره نه یې
 چې موږ ژوند ته له اوله پیدا نه وو
 موږ د مرګ لپاره خدای یو پیدا کړي
 لا خبر په راتلو نه یو چې په تله یو
 
 کندارۍ ملالې دا خبر ریښتیا ده
 چې په خپله مو مرګ کور ته راوستلی
 موږ ته اور په خپلو خسو دی بل شوی
 موږ په خپله خوله دی خپل بدن خوړلی
 
 کندارۍ ملالې ټول تاریخ دروغ دی
 دې وطن کې نه ویاړونه نه اتل شته
 دلته ټول تاریخ په سرو وینو ککړ دی
 دلته جنګ شته دلته مرګ دلته اجل شته 
 
 کندارۍ ملالې خدای ته پلو یوسه
 چې یې ولې موږ پر دې ځمکه پیدا کړو
 دا وطن خو بس په وینو کې ټاپو ده
 ځان په مرګ مګر له دې ځایه پناه کړو
 
 کندارۍ ملالې چا ته ګیله وکړو
 عقیدې ټول ملتونه جنتي کړل
 بس یو موږ یې د دوزخ د تلو لایق کړو
 زموږ لیوانو تې کفار د رمې سپي کړل
 
 کندارۍ ملالې دا د خدای رضاء ده
 چې کفار مو خپل کاله ته رابللي
 موږ له خپلو مسلمانو څخه ساتي
 د دنیا لیوني دلته دي ښاغلي
 
 کندارۍ ملالې اوښکې دې ارزانه
 ستا د اوښکو زما د وینو قدر نشته
 کندهار چې لکه زړه د پښتنو و
 په دې ښار کې اوس د ژوند څه اثر نشته
 
 کندارۍ ملالې خدای باندې دې سپارم
 زه اوس دومره بیچاره یم لکه مړی
 اوس مې مینه د ګلونو په هار نه ده
 اوس مې غاړه کې دی پروت د  وهم پړی
 
 کندارۍ ملالې ځه الله دې مل شه
 خدای دې ساته له بمونو له غمونو
 هغه وخت به بیا د مینې دیدن وکړو
 ارغنداو چې شي بیا سور په انارونو
   
 5میزان 1385

له بېنوا وېبپاڼې څخه په مننه