د مهربان بخښونکی خداى په نامه
((دا شعرونه مې په دې وروستيو ورځو کښې د خپلې خوږې لور رڼا فاطمې د زېږېدنې په موقع ويلی دی چې هم هغې وړې بچۍ ته يې ډالۍ کووم ______ انور شاهين خانخېل))

تيــــــارې بــــــه تښتی چـــــې رڼــــا راغله
چـــــې فـــــاطمـــــه مې په دنيـــــا راغــلـه
هيـــلــه ده لاړ بــــه ټول غمونه مـــې شی
چـــــې مــې د خـــــوږ زړګی دوا راغـــلـــه
دا د اســــــــــلام او د پښتــــــو اثـــــر دے
چې دا په کور کښې مې ښکلا راغــــله
نبی(ع) فـــرمائی لور رحــــمت دے د رب
دا لـــــــه رحمت ډکـــــــه هـــــــوا راغـــــلــه
اسلام نه مخکښې لور پېغور غوندې ؤ
د خداے رحمت شو چــې زهرا(ع) راغـلــه
دا کائنـــــات واړه تســــلـــيم شو ورتـــــــه
چې خــــوږه لـــور د مصطــــفی(ص) راغلـــه
شــــــوه نـــمونــــه د دنيــــا ښځــــــــو لـــــره
کلـــــه مېرمــــن د مـــــرتضی(ع) راغــــلـــــه
چـــــې مې رڼــــــا هم تــــــرې رڼا واخـــــلی
د شـــــاهين خـــــولې تــــه دا دعا راغلــــه
بيــــــا يې جـــــرات زۀ د زېنب غــــواړمــــه
کــــــه يې په ژوند کښې کـــــــربلا راغـلـه

((مونږ ښاغلي انور شاهين خانخېل ته د هغه په کور کې د "رڼا" په پېدا کېدو مبارکي ورکوو. څښتن تعالى دې ورته نېکه او صحتمنده لويه کړي. امين))