شعرونه
بویه چې زه هم د کابل سین یمه (عامر )
یم د توروغرونو خو تک سپین یمهلاس نه دې خوئیږمه واورین یمهته د خوشالیو خزانې غواړېزه خو د غمونو یو خورجین یمهپروت یمه په لاره کې ستا پل څارمتیږه یم په خپل ځای کې سنګین یمهستا شونډو ته نه رسم بې وسه یمڅه وشو که خوږ یم انګبین یمهواړه پري ذات مې په اوده کې دينقش د سلیمان یمه نګین یمهخور دپېښور په ښایسته زمکه یمبویه چې زه هم د کابل سین یمه ژوند مې د زاغانو شاګردۍ کې دیحال دا چې پخپله زه شاهین یمهمرګه یو پنځه ورځې مهلت راکړهژو
د نجیب عامر غزل ( نوی )
دچا یوې وعدې ته زړه نا زړه وتلی یمباران کې مجبورۍ نه له کاله وتلی یم اوس ګورم تنهایۍ کې ژوند کولی شم
دملنګ په استانه یې ډزې وکړې
نجیب عامر د رحمان په هدیره یې ډزې وکړېدپښتون په هر کاله یې ډزې وکړېشیطاني لښکرې څومره شوې پیاوړېد حرم په مناره یې ډزې وکړېپښتنې جونې په زلفو خاورې نوليپه ګودر او تناره یې ډزې وکړېچې د ګردې پښتونخوا لپاره بس وهپه هغه لویه هجره یې ډزې وکړېدا وجدان نه قلاریږي راته وایيهوش کې وو که په نشه یې ډزې وکړې ؟ټول یې پیژني ، خو شونډې یې ګنډلياو تپوس کوي په څه یې ډزې وکړې ؟اوس نو وچې شونډې ګرځئ افغانانودساقي په پیمانه یې ډزې وکړ
اشنا په محبت کې چې نا کام پاتې کېدې
نجیب عامر اشنا په محبت کې چې نا کام پاتې کېدېله دې به ډېره ښه وه چې بدنام پاتې کېدېنوداسې دې په خلاص مټ په پردیو خرڅولوظالمه ! آخر مشر مې د قام پاتې کېدېپه دغه زمانه کې به یا ښکار یې یا ښکارينارامه شوې هر ځای کې چې آرام پاتې کېدېدخدای په کور کې هم بغیر له تا ومه نیمګړیله ځان نه مې چاپیره وې احرام پاتې کېدېتا څه وی ما دپاره ستا ژوند څه مانا لريزما رنګین غزل ته یو الهام پاتې کېدېاشنا بیا نو حاجت څه و چې سر د رقیب پرې کړم
تا نه ځار شم خبریاله! د خوښۍ خبر به نه وي ؟
نجیب عامر یو څه نوي راته وایه د ډالۍ خبر به نه وي ؟تا نه ځار شم خبریاله! د خوښۍ خبر به نه وي ؟په څپو د هوا ګانو ، د مرګونو اوازې ديچې د ژوند امید ترې وشي د سیالۍ خبر به نه وي ؟نور یې نه شم اورېدلی د نیستۍ کیسه زړه شوهراته وایه ستا په شونډو د هستۍ خبر به نه وي ؟تور او سپین د چا په لاس دي؟ داهرڅه راته معلوم ديزه دې سپینه مانۍ څه کړم د کېږدۍ خبر به نه وي ؟نیم یې وخوړل پخپله نیم یې نورو ته ډالۍ کړلد پاچا او
د عامر یوغزل (نوی)
نجیب عامر شېبې یې د ښائیست په تصور کې تېرومراپېښه ده ځواني په پېښور کې تېروموړه غوندې دنیا لرم، څو ښکلي راسرهنهنګ نه یم چې ژوند به سمندر کې تېرومیه ښکلې! چې د مینې د زیارت یم منجورنو لاس به کله کله ستا په سر کې تېرومیاران په جمع وایي کډه وکړه له دې ښارهدا زه لکه چې وخت مې په سنګر کې تېروم ؟چې پورته کړم لاسونه په درګا ه کې د اللهدا واړه انسانان مې په نظر کې تېرومچا وی سبا قیامت دی ،دادروغ نه شي رشتیا
د نجیب عامر دوه تازه غزلونه
( 1 ) دازغیو په مالت کې زه او ګلسر نه تېر یو محبت کې زه او ګلد شبنم او د زمزم په اوداسهد الله په عبادت کې زه او ګلخاورې کیږو که نن دلته په یو ځایرا پا څیږو به جنت کې زه او ګلاوربلونه مو ښائیست ته دي محتاجسکه وروڼه نزاکت کې زه او ګلنه دینار مو اخیستی شي نه مو زربرابر یو په قیمت کې زه او ګلله (حاتمه ) که یو کم
ددښمن هیواد سفیر نه یم ملګرو/عامر
نجیب عامر
دعامر دوه نوي غزلونه
( 1 )
دفيض احمد فيض نظم
دداغستاني شاعر مور
دمينې شېبې ( پروين شاکر )
دمينې شېبې
بس خو!
غزل عبدالهادي حېران تورې دي که سکڼې که پى مخې دي بس خو جينکۍ مې ټولې خوښې دي دي د پېښور که د کابل ښکلې يو شان مې په زړه باندې راخښې دي داسې لکه غېږه د محبوب، تودې داسې لکه شونډې د يار، يخې دي اودرېږي، مسکۍ شي، بي
غزل (فياض شاداب)
فياض شاداب مينې که په زړۀ دې زۀ ناښاده کړمتا به زۀ په دشتو کې اباده کړم تۀ که تېره شوې زمانه يې همزۀ به دې ټول کلي ته ورياده کړم هر رسم به مات لکه بنګړى کړمهتا به د بندونو نه ازاده کړم زۀ به محبت له داسې رنګ ورکړمهېر به دې د هر چا نه فرهاده کړم ستا د دې دنيا نه به بهر وځمځانله به دنيا چرته اباده کړم
ځئ يو جشن به راجوړ کړو
غزل عبدالهادي حېران لوړې څوکې سر کول دي څۀ وړه خبره نۀ دهعشق په ګرانو لارو تلل دي څۀ وړه خبره نۀ ده هسې ژوند خو څو لمحې دى محبت يې ابدي کړيمحبت فنا کېدل دي څۀ وړه خبره نۀ ده ځئ يو جشن به راجوړ کړو دا هم لويه کارنامه دهپه جمود پورې خندل دي څۀ وړه خبره نۀ ده جنګ اسان دى خو د امن راوستل غټه خواري دهځان انسان ث
نوى غزل
ما لکه ايمان د زړۀ په دشته کې منلې يېتۀ لکه د گل پکې رنگ رنگ راټوکېدلې يې زۀ لکه باران دې هرې غاړې ته رسېږمهتۀ لکه خوشبو مې هر احساس ته رسېدلې يې ما لکه دنيا درته زړۀ پښو کې غوړولى دىتۀ لکه د مينې په ادا ورته راغلې يې زۀ لکه د ژوند هره لمحه ستا په نامۀ يمهتۀ لکه د ساه مې په هر رگ کې گرځېدلې يې ما لکه د عقل دليلونه ثبوتونه کړېتۀ لکه د عشق خمار خمار يې
خو ځه خېر دى (طنز)
طنزيه غزل اشنا لاړو بې وفا شو خو ځه خېر دىښه پوهېږم چې خطا شو خو ځه خېر دى ما پرې شل زره روپۍ وې لگولېبې پښتو شو د بل چا شو خو ځه خېر دى د رقيب سره په غلا کې نيول شوىد ټول کلي د خندا شو خو ځه خېر دى د پوډرو کاروبار ته مې ډېر زړه ويو وزير که مې اشنا شو خو ځه خېر دى يو کانديد له مې ووټ ورکړو ښه سړى وچې کامياب ش
امن
د اردو ژبې د مشهور او محبوب شاعر ساحر لدهيانوي د يو نظم "امن" پښتو ژباړه چې خوږژبي شاعر فېروز اپريدي (دوحه قطر) کړې ده او د نننۍ نړۍ د "جنګ زده" ذهنيتونو لپاره ښکلى پېغام لري.
غزل (زبېر حسرت)
څه مې پوښتې چې زما سر د چا سنگر کې مات دىمات خو دې وي، خو د پردو خلکو په شر کې مات دى چرته په سمه، چرته سوات او کندهار کې ټوکړېپښتون تندى په هر دربار او په هر در کې مات دى خوا کې يې شنې چينې د سرو وينو په اوښکو ژاړيد ظالم تبر په چينار او په نښتر کې مات دى گلشن مې ټول په داو تړلى دى، يقين دې وشهگل مې بايللى دى، ازغى مې په ځيگر کې مات دى
غزل (عمادالدين دوران)
گل او گلستانه پورې ورسېد درد مې تر جانانه پورې ورسېد اور د ځمکې وريت کړمه لمبه يې کړم دود مې تر اسمانه پورې ورسېد ستا شډل بډل په څه کږو لارو څنگه تر ايمانه پورې ورسېد ژوند هله د خوند رنگونه واخيستل ژوند چې تر هجرانه پورې ورسېد يو ته يې ستي نه کړې دې برند کتو زور يې تر دورانه پورې ورسېد
په زمکې څه وشو
نه يُو خبرچې په زمکې څه وشوڅنګه تَبه پرې راغلهاو څنګه کَپ واخستهچې په يوډېر لوئي شمېرد هر حُسن، و تالا کولو تهچې په يوډېر لوئي شمېرد خپلو بچيانو و وژلو تهچې په يوډېر لوئي شمېرد خپلو ماڼيو او کورونوو نړولو تههسې بېخي تيارههسې بېخي جوړه شوهچې لکه هيڅ، چې به نه پرېدياو هم دغسېبيا د هغې له خوا و هم شو. (زه سړى لکه د ستو
پښتونخوا نوم
نسیم ستوری
پښتنو ته د رڼا ډېر ضرورت دى
غواړم ستا يوه خندا ډېر ضرورت دىانکار مه کوه اشنا! ډېر ضرورت دى زلفې واړوه د مخ نه چې سبا شيپښتنو ته د رڼا ډېر ضرورت دى هغه ورځ خو دې جانانه تُوره وکړهيم يواځې نن دې بيا ډېر ضرورت دى ستا خوږې خبرې ښې دي ملا جانهتا ته اوس هم د حلوا ډېر ضرورت دى محبت علاج د هرې ناروغۍ دىورته دلته د هر چا ډېر ضرورت دى نن خو لاړو په بمونو کې حېرانهاوس خېر غواړه د سبا ډېر ضرورت دى
عجبه رنګيني شوه (غزل)
راغلې پسرليه! ښايستونو سترګې تورې کړېعجبه رنګيني شوه سرو ګلونو سترګې تورې کړې اوس به د افغان خاوره هم وويني مستي لږهځوانانو پټکي وتړل او جونو سترګې تورې کړې ګورو به رقيبه چې نفرت که محبت ګټيباروتو سترګې خړې، قلمونو سترګې تورې کړې دا د ګل اندام جانان د مينې کمال دى که نه؟غم لاسونه سرۀ کړل چې يادونو سترګې تورې کړې د عشق په جل وهليو د رحمت باران کېدونکى دى
غزل (جمشېد مومند)
جمشېد مومند دشته ده او تنده ده منډې دي سراب پسېپښې ږدم په ازغو باندې ګرځمه ګلاب پسې زه د خپل ژوندون کتاب پاڼه پاڼه لولمهڅومره زړه چاودون کوم ستا د سوال ځواب پسې څاڅکو د باران ورله تنده ماته نه کړلهاوس تږى نظر ګرځي چرته لوي درياب پسې مونږ يې په ارزو د مخ دواړه سترګې بيه کړېلاس کې کټوري نيسو مونږ يې آب و تاب پسې
زه د چا زړګى يمه ما مه چېړه
نصرت الهام زه پښتون زلمى يمه ما مه چېړهزړه لرم ژوندى يمه ما مه چېړه ما د احساساتو په اور مه وژنه مات به شم بنګړى يمه ما مه چېړه خداى يې وهي ماته ، چې بد وګوري زه د چا زړګى يمه ما مه چېړه ستا په پلونو ښار ته رسېدلى يمسم د غره سړى يمه ما مه چېړه زړه مې د داغونو په خالونو پټ اوښکو کې مسکى يمه ما مه چېړه زه الهام د غم په سيند کې لامبمه هسې لېونى يمه ما مه چېړه