شعرونه
غزل
لږ راشه په ميدان شپې كه د شپو شوې بيا به ګډ ځولږ وركې اوازي كه د جګړو شوې بيا به ګډ ځود ښيځو چې موسم شو چې غاټول كړ سر را پورتهدخوړ غاړي چې ډكې له سبو شوې بيا به ګډ ځولږ واورې چې شوې ويلې ، لږد يخ لمن چې ټولهاوبه لږې رڼې چې د ويالو شوې بيا به ګډ ځوويلني چې راوخاته لمرونه چې تاوده شولاوږدې شپې چې لږلنډې د څيلو شوې بيا به ګډ ځود بخت په تندي خړې بيكسياره كه باران شوې !را برخه كه يو دوه شپې د سپرلو شوې بيا به ګډ ځو
غزل
خاونده زړه مې داسې له جانانه سره ځي يوڅوخړې كيږدۍ چې له طوفانه سره ځي سهارشي ماسپښين شي ، مازديګر شي اوشپه راشي دحسن جادوګره له ماښامه سره ځي يامړشي ياټپي شي ياله ژونده لاس په سرشي انسان چې ترمنزله له انسانه سره ځي زمونږ سپيره نصيب ته خدايه څه رارسيدلي دشعرښاپيرۍ خوله كاروانه سره ځي يوچاراته پخوا ديارله لوري وه ويلي مدام مې تړمې اوښكې له ګريوانه سره ځي
څلوريځې
دا وګړى په وجود څومره غني دىخو په برخه جوارګر دى تاواني دىتارپه تار يې چا راټول نكړ سايلهد پښتون وطن ګريوان د ليوني دى
غزل
خاونده زړه مې داسې له جانانه سره ځي يوڅوخړې كيږدۍ چې له طوفانه سره ځي سهارشي ماسپښين شي ، مازديګر شي اوشپه راشي دحسن جادوګره له ماښامه سره ځي يامړشي ياټپي شي ياله ژونده لاس په سرشي انسان چې ترمنزله له انسانه سره ځي زمونږ سپيره نصيب ته خدايه څه رارسيدلي دشعرښاپيرۍ خوله كاروانه سره ځي يوچاراته پخوا ديارله لوري وه ويلي مدام مې تړمې اوښكې له ګريوانه سره ځي
د وختونو فرياد
چې مې په تشه پيمانه تاته شرطونه تړلڅه وم خبر چه مې په زړه باندې غمونه تړلزما خو د خپل سپيره تقدير نه داسې تمه نه وه چې مې له تاسره رقيبه اخطارونه تړلزما په سترګو كې داستا د ماتيدو تصوير ووچې مې په تش لاس دميدان سره قولونه تړلڅه مې پوښتې چې په ګوګل د ولې اور بليږي پدې ګوګل به ما غليم ته ځنځيرونه تړل په ډيرو ستړو لارو تورو شپو منزل به مې كړو ما به پدې لاره دښمن ته ډير دامونه تړل(ثاقب) به تلم په پټو لارو منزلونه مې كړلما به پدې لاره غليم ته سنګرونه تړل
راوي
ورو ورو څه ورياديږي كومې لارې ته وروځي په خيال كې دسين كاڼو يوې بارې ته وروځي شينكى شينكى سهار وي دى روان دغرو لړې نرۍ نرۍ غرمه بې پاى شوديارې ته وروځي كوز كلي كې څوك نشته دبركلي لاره نيسي دپله په سر دوينو يوې دارې ته وروځي راوي په وينه نه وينه شكي چې بيكسياره نظر يې د عام قتل للمې زارې ته وروځي
نعت شريف
نسيمه دسحر : روضې ته دسرورچې ځې سلام مې وايه په نبي خيرالبشرنسيمه دسحر ورځې چې مدينې ته : دګران حبيب روضې تهبيان مې خدای دپاره كړه دخوږ زړګي حالونهكوم درته سوالونه په ډيرزيات احترام : بيان كړه دكلام درغواړه مې خپل ځان ته كړم هجران دكوركرنسيمه دسحر په ډيرزارۍ منت : كړم سوال دشفاعت اخته په ګناهونويم له ژونده نور بيزاريم د
غزل
نظر مې شي ستومانه ، بيرته ستا رخسارته راشي بې كوره مسافره دى ، نااشنا ديار ته راشيپه سترګو كې ځان نه لري ، په زلفو كې دې ورك شي يو ستړى كليوال ، تياره ماښام بازار ته راشي د ژوند لوبه بايلي ، خو په ګډاځي دمرګ خولې ته تش والوزي هوا ته ، مرغۍ بيرته مارته راشي يتيم چې په ژړا شي ، ميره بيا څپيړه وركړي ماشوم كه څوك خپه كړي ، په ژړا به پلار ته راشيهندارې ټولې ماتې كړي ، څو كاڼې دلته پريږدي يو څو ليونيان ووځي ، يو څو بيرته ښار ته راشيپه كور كې څراغ نه لري ، چې كښې
غزل
ددې وطن په نصيب نه دي رسيدلي خلك چې يې ميندلي دي په كاڼو يې ويشتلي خلكدړندو ښار دى له ډيوې سره خپلوي نه لري دسترګورو ډلي ډلي دي وتلي خلـــك د هر وګړي په څيره كې بلا ګانې وينيدلته هيندارو ته لانه دي درېدلي خلك نه يې دزخم نه د درد په علاج پوه سو طبيبپرون له ساندو سره ووتل راغلي خلكچې افسانې يې دپيړۍ پر لېمه شپې زنګويدسنګسارونو تر ميدانه ځي ښاغلي خلك تر شنه آسمانه ګيله منې چيغې مه استوه داسي يې ډير د بل په تور دلته وژلي خلك دلته چې راغلې نو درحم تمه م
پیریان زما ملګري / نجیب عامر
غزل نجیب عامر دعشق د سیپارې څو طالبان زما ملګريدمیني د جومات څو ملایان زما ملګريپه هرڅه مې لاس بر دی خو تا نه خفه کومداستا دکلي واړه ملکان زما ملګري
دګل نه شونډې غواړې / نجیب عامر
نجیب عامر دګل نه شونډې غواړې خو شبنم نه یې جانانههو ګرځه عاشق یې خو ډېر اهم نه یې جانانه تاووی او ماواورېده خو اوس ځان سره وایمغمجن دې کړمه ولې ته خوغم نه یې جانانهولور او شنو خالونو مساپر کړې له وطنهوتلی له جنته په غنم نه یې جانانهداستا په زړه کې څه دي ستا دمخ نه معلومیږينو دومره خو پیچلی او مبهم نه یې جانانههم نیت دې صفا نه دی هم په زړه ک
د نجیب عامر تازه غزل
غزلنجیب عامر یو زړه لرم هغه هم چاودېدو ته دی راغلیدا وخت لکه ښامار زما خوړو ته دی راغلیاوه قدمه لرې مشره! پروت یې بې خبر یېاوم اسمان نه خدای زما لیدو ته دی راغلی
ګیله / دنجیب عامر تازه نظم
پیدا چې ستا په جهان نه وی خدایهکاش چې له سره انسان نه وی خدایه بې له مرګي نه بل خبر نشته دیسکون د زړه په لر اوبر نشته دیشملې په تندر وله سر نشته دیاوس خو دمینې ډک خیبر نشته دی
(مسینجر ) مې له ملګرو خالي شوی/ عامر
نجیب عامر (مسینجر ) مې له ملګرو خالي شویځینې ما نه شي لیدلیځینې ما نه پټ پټ ګرځيداعجبه دنیاګۍ دهدانو څه انډیوالي ده ؟ځیني نوي خلک هم شتهغځوي راته لاسونهبس هم دې ته منتظر ديچې قبول یې کړم نومونهخودا زړه مې راته واييپخواني یاران دې څه شولترۍ تم په کومه خوا شولچې اوس نوي یاران غواړېپخ
یو غزل / دنجیب عامر
نجیب عامر چې څو دنیاده محبت به وي ګومان مې نه شيدمحبت هم دا قیمت به وي ګومان مې نه شي داستادسترګوشرارت به وي ګومان مې نه شيزما هم دغه شرافت به وي ګومان مې نه شيمن او سلوا انسان تر ډېره هضمولی نه شيجنت منبع دهر راحت به وي ګومان مې نه شيزما دګل وطن ولس همدې
دنجیب عامر غزل
نجیب عامر چې له خاورې نه پیدایم په هوا په لاره نه ځمپه سوکه سوکه روان یم وارخطا په لاره نه ځمجنت هله راکوي چې سا مې ووځي له دې تنهپه توبو مې دې توبه وي د ملا په لاره نه ځم رهبران دي ټول بې لارې او پیران دي بې تاثیرهملامت نه یم ملګرو که د چا په لاره نه ځمبیا دعوه د ورورولۍ مو په یو بل پورې
سپینه خولګۍ درنه په زور نه غواړم
نجیب عامر دژوند تراخه دزړه په کور نه غواړمزه داوبو په منځ کې اور نه غواړمدځان په حق کې هم نعره نه وهمپه خاموشۍ مین یم شور نه غواړمیادې هیڅ نه وي یا پیاوړی دې ويزه مې دځان په شانې ورور نه غواړم زه د خزان پلوي هم نه یم خورقیب
محبت ټو لو نه اول پکا ر د ی / عامر
نجیب عامر یوپاچازوړشولو اوس بل پکاردید قام پګړۍ له نوی ګل پکاردیاعتبار ګران دی واړه یو رنګ دی خولږ انصاف داره غوندې غل پکاردیچې لار یې بیله وي تړون به څه ويیار &
دنجیب عامر تازه غزل
نجیب عامر خیر یې نه رسي خو غواړي خیراتونه د ولس نهپټوي ملا دمینې ایتونه د ولس نهداسلام په نامه راغلل خو رڼا ورسره نه وهحجابونو کې یې پټ کړل خپل مخونه د ولس نه واکداران دې خاطر جم وي د واک بله موقعه نشتهچې شلولي یې دي داسې تماسونه د ولس نهدځان مرګو برکت دی دمذهب نه خلک تښتيتخلیه شول په دې ښار کې جوماتونه د ولس
نجیب ګرځي پېښورکې یو ملنګ دی
نجیب عامر که نجیب په ونه ټیټ نه دی ښه دنګ دی خو مجبوردی نن په خوله کې د نهنګ دیدمزار کوترې ولې وارخطا یېنجیب نه درومي ولاړ داستا تر څنګ دیلوی ښارونه دلویانو په نصیب وينجیب ګرځي پېښورکې یو ملنګ دیلکه څوک لاچي میده کاندي قهوې تهنجیب داسې ټکېدلی په اونګ دیکه معیار دحسن دغه وي چې دود دینجیب ستا د ښار ترټولو
یوشاعر دخپل پلار په قبر/ نجیب عامر
دپلار د نړېوالې ورځې په ویاړ دانظم ما پخوا ژباړلی و او زما دشعرونو په دوهمه ټولګه د نرګسو غاړکۍ کې چاپ شوی ،اوس هغه کتاب زما سره هم نشته ، خودا نظم راته یو څه په یادو یادو نو دلته مې ولیکه،دادیو شاعر احساسات دي چې کله دپلار په قبر دریږي نوداډول څرګندونې کوي .عامر زه دې په قبر فاتحه نه لولمداستا په شناخته چې چا ن