……… او روسان چا واېستل ؟

روسان نيم تلې څپلۍ ،

روسان شليدلي ګريوان ،

روسان په خړ خيرن واسكټ دپاسه،

دسرې، زړې خمتا درې كونجه پيوند،

روسان د كلي دماشوم ليندۍ

                             زموږ ه له كلا واېستل،

او ماليده چې روسان چا واېستل ،

روسان نهرو ويالو ،

روسان ګونګي مازديګر ،

روسان نالوستي ګودر ،

روسان په پورې غونډۍ خښ

                             شهيد غاټول واېستل ،

روسان له دوړو ډك پكول واېستل ،

ټولې نړۍ ورته كاته چې روسان ډلې ډلې ،

او وارخطا وارخطا،

له څرخي پله نه راوچتې شور غوغا واېستل ،

او ماليده چې روسان چا واېستل ؟!!

روسان د ميندو ښېرو ،

روسان دخويندو ساندو،

روسان پښې يبلې يتيم ،

روسان له ژونده ناخبره سرګردان كوچي ،

روسان ددې خاورې په وينو تاريخ ،

روسان ددې خلكو بې كچې سپېڅلتيا  واېستل ،

او ماليده چې روسان چا واېستل ؟!!

روسان واخان كې د وزلوبې د اسونو دربا،

روسان ګومل كې زنګ وهلي پنځه ډزي ټوپك ،

روسان زموږ دتشو مېنو وهم ،

روسان زموږ ه د وچتو غرو بې ژبو تيارو ،

روسان ددې وطن زيږي غوندې هوا واېستل ،

او ماليده چې روسان چا واېستل ؟!

روسان چې و يې اېستل ،

                   تابه وې بس ده چې اېستل ،

                                                تورې جامې ،

ټيك لكه بخت د وطن ،

په اوږو كړى د زړې خمتا موښلى څادر،

پايڅو يې داسې تورې وازې ، وازې خولې نيولې ،

لكه روسان به توريدل چې له زاړه ټوپك يې ،

سترګې به خدايږو هيڅ پرې نه مړيدې ،

ماوې چې څوارلس به لا نه وي پوره ،

چاوې قدم چې سپوږمۍ واخلي

                             نوپنځلس به شي ،

نې (۱) ځان روڼاندى باله ،

او نه ملا اېسېده ،

دوطن د مور ريښتينى بچى ،

د آزادۍ مجاهد ،

چې يې دا سره ديوان له پولې د دنيا واېستل ،

او ماليده چې روسان چا واېستل ،