جي جلان  ځاځى

  لونګ لونګ نظر

سيد جيلانې جلان  ځاځى                              

                                   

څه د غزل ماښام په څير ېې غنم رنګه اشنا

په خداى د ژوند بنګله مې تاپسې دى ړنګه اشنا

 

سپينې شيشې كشمالي رنګه لوپټه كې واوا

ته وا مينه شپه لمبه شي په څو رنګه اشنا

 

 

د ژوند په وړانګې وړانګې رنګ مې پيكتوب پلى شو

چې مرور شوم د اوږدو باڼو له  جنګه اشنا

 

چې په نه شتون كې دې د كورديوال نه خوله وانخلم

نه خداى دې نه كړي دومره نه يمه بې ننګه اشنا

 

مونږ د دردونو په چاړو كې ستا په مينې پسې

يو غزيدلي هميشه د زړو له شرنګه اشنا

 

ستا د لونګ لونګ نظر تر قاتليزه پولي

خدايزده په دې لمبو كې راغى جلان څنګه اشنا

 دجانان يادونه

                           خوشال خليل

 څومره ترخه څومره خواږه دي د جانان يادونه

د زړه په تل كې مې پراته دي د د جانان يادونه

نور راته مه وايه چې سر په زنګون ولي ناست يې

په ما ديره درانه درانه دي د جانان يادونه

اوس ټول دوستان او عزيزان رانه په څنګ تيريږي

يو بې ريا لاس په نامه دي د جانان يادونه

ماته په هر څه كې ښكاريږي په هر ځاى يې وينم

زما خو سترګې او ليمه دي د جانان يادونه

ديار غمونه پښتانه دي په يو وار نه راځي

په ما راځي دانه وانه دي دجانان يادونه

                       محمد انور اندړ

 ښكلا وژني رڼا وژني له تيارو سره رادرومي

حسن وژني مينه وژني زولنو سره رادرومي

دادې مينې قاتلان دي زندۍ اچوي ښكلا ته

لكه اور هره خوا سوځي له لمبو سره رادرومي

ماتوي ښكلي جامونه ، دښايست د حورو لاس كې

دادبل دوينو تږى له پيالو سره رادرومي

چړې لاس كې قصابان دي كه بې رحمه جلادان دي

وژني تاندې تاندې هيلې وحشتو سره را درومي

غوڅوي ها تيرې ژبې زمزمه چې پرې د حق وي

ماتوي د قلم څوكې له برچو سره را درومي

خپله نه ويني ړانده دي خو ډيوې دنورو وژني

مړې كوي د حسن شمعې توپانو سره را درومي

لوټوي تور اوربلونه د حسينو ښاپيريو

هار دغاړې ځينې اخلي له پلمو سره را درومي

رژوي غوټۍ ځوانيوې غوړيدلې چې لا نه وي

وژني وژني شبنم وژني له ګردو سره را درومي

ته يې څه بولې اندړه په څه نوم باندې يې ستايي

چې ضمير يې هسې مړوي له پردو سره را درومي

                            شرر ساپى

سپينه جينۍ راغله سپين يې زړه سپين يې خويونه دي

سپينه خوله ترې غواړم  ورته سپين سپين مې سوالونه دي

سپين مخ چې ښكاره كړله سپوږمۍ نه يې رڼا سپينه وه

سپينې پلوشې كولى ټو له فضا سپينه وه

سپينې سپينې مټې بې له شكه سپين راډونه دي

سپينه جينۍ راغله سپين يې زږه سپين يې خويونه دي

سپينه خوله ترې غواړم ورته سپين سپين مې سوالونه دي

ما په سپينو سترګو ترينه سپينه خولګۍ وغوښته

ما په سپينه ورځ ترينه شيرينه خولګۍ وغوښته

سپين جواب يې را كه اوس په مخ مې سپين رودونه دي

سپينه خوله ترې غواړم ورته سپين سپين مې سوالونه دي

سپينه يې جوړه وه سپين يې شال ووپه زړه سپينه وه

سپينه را ښكاره شوه ټوله ورځ مې سپينه سپينه وه

سپينې سپينې ليچې بل يې سپين سپين مړوندونه دي

سپينه جينۍ راغله سپين يې زږه سپين يې خويونه دي

سپينه خوله ترې غواړم ورته سپين سپين مې سوالونه دي

شنه شوه تكه شنه شوه دخندا نه بيرته سپينه شوه

سپينه وعده راكړه ما وي ځه خبره سپينه شوه

سپينې سپينې وايې سپين دي نيت سپين دي كارونه دي

سپينه جينۍ راغله سپين يې زږه سپين يې خويونه دي

سپينه خوله ترې غواړم ورته سپين سپين مې سوالونه دي

سپين سپين دي ويل ( شرره ) اوس خبره سپينه شوه

سپينه لوګى د سپين سها ر په غيږ كې سپينه سپينه شوه

تكې سرې يې شونډې ته به وايي سره ګلونه دي

سپينه جينۍ راغله سپين يې زړه سپين يې خويونه دي

سپينه خوله ترې غواړم ورته سپين سپين مې سوالونه دي

 

  سيد محمد سعادت

لږ آرام راحت مې نه شپه په صحرا واى

د ليلا د ناز ادا د خولې خندا واى

لكه ګل چې په سحر كې شګفته شي

هم د يارمې په سرو شونډو كې موسكا واى

غم ماتم واړه دي ټول زما په سر شي

صرف د يارمې چې وعده باندې وفا واى

كه ثروت د دنيا ټول زما په خوا شي

صرف يوه بوسه د يار زما زما واى

نه خوراك كړم نه څه څښم كه ترې نه مړ شم

بس ديدن زما نصيب د يار ښكلا واى

چې هر څو شمه خوشاله خوشال نشم

چې مې يارپه سره پالنګ كې راپخو واى

هجران ورور جدائي پلار بيلتون يې تره دي

هم چې مل مې ياره ستا د مخ ځلا واى

كله دواړو سترګو ړوند شم پروانشته

د اخلاص نظر به ستا زما امسا واى

 د ارواښاد ډاكټر عبدالوكيل د شپږم تلين په ياد .

عبدالستار سعادت

 ښكاره په چوپه چوپتيا لمانځې د جانان جنازه

پټه دزړه په ژړا لمانځې د جانان جنازه

ستړى ستومانه په ستاينو د ريا دى رقيب

ته د جنون په خندا لمانځې د جانان جنازه

لكه چې ګل يې د كوژدې وړې په اوږو موسيږې

كټ په اوږو په نڅا لمانځې د جانان جنازه

كشيش ملا دې دزړه غوښې په سخات نه قبلوي

د بيوزلئ په دنيا لمانځې د جانان جنازه

تا د اختر نكريزې ور وړې چې لاسونه سره كړي

خو خبر نه وې سبا لمانځې د جانان جنازه

له((سعادته)) نه پرته واړه غمازان راغلي

بيكسه ياره په چا لمانځې د جانان جنازه

  نغرى

عبدالمالك بيكسيار

 

مازديګرى دى سترګې مه توروه

زړه مې نرى دى سترګې مه توروه

نيغ چې در وګوري نظر مې كله؟

دومره زمرى دى سترګې مه توروه

ساده سړى يم ساده حسن مې خوښ

دا دې برى دى سترګې مه توروه

هسې نه راشې ورته سره لمبه شې

خيال مې نغرى دى سترګې مه توروه

ژوند مې آشنا لا له پخوا پر اوږو

رابار ورى دى سترګې مه توروه

د بيكسيار غريب زړګى له مودو

سورى سورى دى سترګې مه توروه