يوڅوك سپيره افغانستان نوميږي

ټولې نړۍ ته سلامونه كوي

لا په ملا مات دى

لا جګ شوى نه دى

لا پرهرونه يې دردونه كوي

ډيموكراسۍ لكه امسا په لاس كې

داهم ترتاسې پورې راوستلو

څو ځل راولويدلو پورته شولو

شو را روان څادر يې واغوستلو

چا به ليدلى وي او چا به نه وي

خو په نامه يې هر سړى پيژني

هغه راغلى څه ويل غواړي

هغه هم وخت پيژني ځاى پيژني

هغه د هيچا پيژانده نه غواړي

هغه يو ځان پيژني خداى پيژني

زه نورې ستاسې او د هغه تر منځ

دا غځيدلې فاصلې لنډوم

هغه راغلى دى راغواړمه يې

د انتظار ترخې شېبې لنډوم

* * * * * * * * *

دغه دى ودريدمه غوږ ونيسۍ

زما خبرو پورې ونه خاندۍ

خدايګو چې ټول به له ايمانه خلاص شۍ

په دې سندرو پورې ونه خاندۍ

له سلامونو نه به تير شو سره

خپل د پيړيو پيړيو كتاب پرانيزم

وروسته خبرې به بيا وروسته كوم

اوس نننى پرونى باب پرانيزم

د سحر باد يمه په غرونو ګرځم

چېرته ريدى چېرته ګلاب پرانيزم

د چا يو سوال وه راته خوله تړلې

اوس يې د هغه په ځواب پرانيزم

زما ويده زخمونه مه ويښوۍ

كه نه پاڅيږم انقلاب پرانيزم

* * * * * * * * *

دا د بيان د آزادۍ دور دى

د څه ويلو اجازه غواړمه

يا به دنورو جنازې وباسم

يا نوره خپله جنازه غواړمه

زه بيا ابدال او ميرويس خان زيږوم

زه بيا همغسې مزه غواړمه

زه بخارا او سمر قند ته ځمه

زه په جلم كې دروازه غواړمه

* * * * * * * * *

نوره نه كيږي دننه زړه مې شين دى

خير كه دلته ودريدل زما توهين دى

هغه ماچې پرې ملكونه فتح كړي

هغه آس مې هم بهر ولاړ دى زين دى

هغه چې مخكې مې پيدا شو پرون

نن يې وزرونه كړي بر ولاړ دى

هغه چې ما ورته خبرې ښودې

نن همغه زما په سر ولاړ دى

زما شمله سر نه لويدلې نه ده

زما پامير ولاړ سپين غر ولاړدى

دوئ سره پورې اباسين نه څوك دي

دلته شمشاد ولاړ خيبر ولاړ دى

پرون له ماسره لښكر ولاړ وو

خو نن له دوئ سره لښكر ولاړ دى

* * * * * * * * *

دا نن چې چا روانې كړي لوبې

ما دغه لوبې په اكثرو كړي

دوئ په وسلو او الوتكو سمبال

خو ما په تورو او په زغرو كړي

دوئ تاريخونه په فلمو جوړوي

خو ما دا هرڅه په سندرو كړي

راځه چې اوس دې پكې وګرځوم

څانګې مماڼو او ګورګورو كړي

زما داټول غرونه له مينې ډك دي

چغې يې زركو او تنزرو كړي

* * * * * * * * *

توبه ګار شوى كه انګريز راغلى

دلته ظالم پاچا چنګيز راغلى

ما ترېنه هيڅ ګټه ليدلې نه د ه

كه بينظيره كه پرويز راغلى

لږ په ارام شۍ لږه سا واخلۍ

اول كې هر يو سړى تېز راغلى

د غم په پړي مې مرۍ مه تړۍ

ماته د اوښكو غاړګۍ مه تړۍ

زه د نړۍ د بادارۍ لايق يم

ما په ځنځير د غلامۍ مه تړۍ

ستاسې په منځ كې پښتونواله نشته

ستاسې شملې نشته پګړۍ مه تړۍ

ټوله نړۍ به ترېنه اور واخلي

د اور په خېټه كې نړۍ مه تړۍ

* * * * * * * * *

ما د سرو شونډو محبت كړى دى

ما تر ډهلي پورې حكومت كړى دى

داسې بې لاسه او بې پښو نه ومه

ما د هندوانو امامت كړى دى

آن د ايران تر اصفهانه پورې

ما څومره اوږد سلطنت كړى دى

اوس په دې حال يم د بچو د لاسه

نور په زوال يم د بچو دلاسه

مړه ! بس هر سړى په ما كې ګرځي

د اختر ټال يم د بچو دلاسه

خير دى په ما غريب لږ رحم وكړۍ

اوبال اوبال يم د بچو دلاسه

نورې دا خرې لغتې مه راكوۍ

درته په سوال يم د بچو دلاسه

زما دښار واړه واړه ماشومان

په لار روان خلك له پښو نه نيسي

قومندانان په لنډ كروزر كې ګرځي

خو يتيمان خلك له پښو نه نيسي

سوالګر ډير شوي دي ډوډۍ غواړي

كه نه نو مرګ غواړي زندۍ غواړي

مشران ډالرو باندې نه مړيږي

خواران يوه يوه روپۍ غواړي

بچي مې تښتي راته مور نه وايي

هيڅوك دي خپل وطن ته كور نه وايي

د ملايانو درته هيڅ نه وايم

يو افغان بل افغان ته ورور نه وايي

د شاعرانو دي هم ملا ماته شي

چې سپين ته سپين او تور ته تور نه وايي

زه لوى تاريخ لويه كيسه لرمه

پاكه سپېڅلې عقيده لرمه

په آسماني كتاب ايمان لرمه

خداى ته پنځه وخته سجده لرمه

زما كلتور ته درناوى ولرۍ

د چا كورونو ته دشپې مه ورځۍ

چېرته به شپون راغه كې ځان تودوي

بلو اورونو ته د شپې مه ورځۍ

څوك به مو روغ په مركنډۍ و ولي

بندو ور ونو ته دشپې مه ورځۍ

زه دښمنان لرم خپلوان مې نشته

رقيبان ډير دي خو ياران مې نشته

زه د خپل ځان يوځاى كيده غواړمه

يم په ټوټو ويشلى ځان مې نشته

خوښه مو هرڅه چې كوۍ راباندې

تڼۍ تڼۍ يمه ګريوان مې نشته

په خداى باور وكړۍ ګيله مې وشي

هيڅوك دګټې او تاوان مې نشته

او دا پوښتنه زه له تاسې كوم

ځنګل ځنګل نښتر مې چا يوړل

هغه ياقوت او زمرود مې څه شول

چا مې له غرونو نه په غلا يوړل

خو بس دا دنيا راته ځنګل ښكاري

پكې انسان پاڅي انسان وژني

دا به د چا ازار د چا ښېرې وي

چې مې په خپلو كې بچيان وژني

خو د هغوئ غوښې به ليوان وخوري

هر څوك چې ما افغانستان وژني