ستړي مه شئ
                            ميرويس منصور
دمڼې دګل پالونكواديبانوستړي مه شئ
دشډلې پښتوژبې وارثانوستړي مه شئ
خداى مو،راوله هركله په لېموموقدم كېږدئ
دژوندي احساس لرونكوشاعرانوستړي مه شئ
داچې ځير ځير درته ګورم په رنګونومومين يم
دپتمن ولس سپين ږيرواوځوانانوستړي مه شئ
څو،څوځله درته وايم صدقه موشم له سترګو
موراوپلارنازولوماشومانوستړي مه شئ
دشډلې پښتو ژبې وارثانوستړي مه شئ

 غزل

علم ګل سحر

ما لا خپل ځان ته ستا د تلو خبره نه ده كړې

ګلان ژوندي دي ، لا وږمو خبره نه ده كړې

 

زه خو دمينې يوه بله زمانه كې اوسم

ما دوصال ، ما د بوسو خبره نه ده كړې

 

هسې نه ټوله دنيا كركه شي ، كينې خورې شي

چاته مې ستا د ناكردو خبره نه ده كړې

 

ورته حيران يمه ، باور يې اوس په مينه وكړم

لا خو يې ماته په پښتو خبره نه ده كړې

 

په تاهم ګرانې دي ، زما غوندې ستا ښكلې سترګې ؟

آينې ګورم ، آينو خبره نه ده كړې

 

لمر لا هماغسې رڼا دى ، تياره شوى نه دى

تا د انكار ، تا د وعدو خبره نه ده كړې

   د مڼو ګل

محمد اسماعيل مموزى  كريمداد - نرخ

دهيواد په لوړو غرو كې ګرځيدلى

په دې شاړو او ميرو كې ګرځيدلى

دوطن په سپيرو دښتو مې چكر واى

هم باغونو د مڼو كې ګرځيدلى

نه مهاجر واى پاكستان او په ايران كې

د افغان په كنډوالو كې ګرځيدلى

د ميدان خوږې اوبه دنرخ مېوې واى

كريمداد ښكلو باغو كې ګرځيدلى

صدمردې په لور په مينه ټول روان واى

توكرك ښكلو باغچو كې ګرځيدلى

هره خواه كې د مڼو دګلو بوى واى

په ګلشن دمموزو كې ګرځيدلى

                           

دګلونو ښار

محمد حكيم سجاد

ستا دمڼو او زردالو ګلونه

ستاد سنځلو د ميوو ګلونه

څومره مزې او خوشبويانې لري

ستاد ښايسته ښكلو باغچو ګلونه

د كريمداد د ښايسته غرونو هوا

دا ستا د ښكلو ښكلو غرو ګلونه

د ميدان ښار په هوا نه مړيږو

څومره زړه وړونكي د ريدو ګلونه

د نرخ مڼې د ننګرهار نارنج دي

خوند كوي ستا د شفتالو ګلونه

افغانستانه ستا له شاړو ځار شم

نه مې خوښيږي د پردو ګلونه

 

د ډېرې مودې ورك لالي احوال ګوره راځي

سپرلى ګوره راځي او پشه كال ګوره راځي

چارواكو كه ځانونه خپل سم نكړۍ نو دا واورى

زه لږه شيطاني كړم څارنوال ګوره راځي

 

لطف الله  (غمى)  ده حيات - نرخ

ياره كه لر دي اوكه بر پښتانه

دامې دي واړه د زړه سر پښتانه

چې له غيرته يې غليم په كور كرار نه مومي

ټول يو بدن او يو ځيګر پښتانه

 

    دروېش دورانى

پر ما باندې ملګري كړى وار دى مخامخ

پخوا ؤ په لستوڼي كې نن مار دى مخامخ

 

په داچې د څراغ مخ وي په هر يوه طرف

هم ماته هم رقيب ته هغه يار دى مخامخ

 

زموږ توريالي بوخت دي په داسې يوه جنګ

چې چاته سكه ورور او چاته پلار دى مخامخ

 

نه هلته زموږ مخته بل څراغ ؤد ماښام

نه دلته راته ستورى د سهار دى مخامخ

 

دروېش چې به كته مدام جنت ته لنډه لاره

آخر ورباندې پېښ شو ، ورته دار دى مخامخ

 

      ملي سرود

دا وطن افغانستان دی
دا عزت د هر افغان دی
کور دسولې کور دتورې
هر بچى یې قهرمان دی
دا وطن د ټولو کور دی
د بلوڅو د اوزبکو
د پښتون اوهزاره وو
د ترکمنو د تاجکو
ورسره عرب، ګوجر دي
پامیریان ، نورستانیان
براهویي دي، قرلباش دي
هم ایماق هم پشه یان
دا هیواد به تل ځلېږي
لکه لمر پر شنه اسمان
په سینه کې د اسیا به
لکه زړه وي جاودان
نوم د حق مو دی رهبر
وایو الله اکبر  وایو الله اکبر