جانانه چې له تا سره وطن راپسې ژاړي
په داسې مرګ مې مړ کړه چې دښمن راپسې ژاړي

سبا به مې د کاڼو په ځای لمانځي په ګلونو
سبا به ددې کلي هر يو تن راپسې ژاړي

که خدای منئ په مينه يې شکي شومه ملګرو
پرون يې چې وژلمه او نن راپسې ژاړي

ډيوې دومره لوګی خو د دېوال په مخه پرېږده
اشنا چې ورته ګوري ماسخوتن راپسې ژاړي

قربان د شاعرۍ له دې مقامه سپېلنيه
غزل مې لکه خپل ورونه زامن راپسې ژاړي