ثمر سيرت

ددې جهان اختيار له تاسره دى
هر يو مخلوق دپه قدرت هست شوى
چاته بلډنګ چاته دخټو کور کې
څوک کړې باچا پاس په ګدۍ يې کښني
ګيله زما ددې مخلوقه راشي
دبل چا عيب به ورته غر ښکاريږي
بس وائي زه يم بل دنه وي دلته
مخ چې اومه ددې درنې څپيړې
ګوره او ده کلي را ويښ به شي نور
دا خو منو چه ښه پاښه غريب يو
بس سوداګانې دسرونو کوي
ميلمه پالنه خو همدومره وي بس
محراب خالي امام يې بوتلورانه
ممبر سورى په مرد کيو ښکاري
مسجد خالي هم مقتدي نه ښکاري
که دتکبير ناره دخولې نه باسي
دلته لمسي داحمدشاه اوسيږي
دملالۍ همت په ډيروکې دى
نه به مو ټانګ نه طياره تر ې خلاص کړي
که يې لونګۍ تر خپلې ملا تاوه کړه
زما دلروبر درنو پښتنو
ستا سوله ډاره به جهان لرزيدو
ستا سوه يوه جرګه او يو ټغر وه
ستاسو مکتب کې همدردي ويل کيده
لاسونه جګ کړى دجهان مالک ته
چې دسرونو نه يې څلي جوړ کړو
دا چې په ژبه دا په زړه کې هم دي
مونږ دجنت دباغ ګلونه کړې ته

 

عزت له تا ذلت له تا سره دى
بې پته ژوند او پت له تاسره دى
فقيري ستا دولت له تا سره دى
څوک کړي ملنګ غربت له تاسره دى
لکه دچتکي پښې اسمان ته نيسي
يوه به بل او څلور ځانته نيسي
دتصور غيږه جهان ته نيسي
کله خپل غوږ زما ستوران ته نيسي
له کوره ووځه کافر جانانه
خو ظلم نه منو جابر جانانه
اى آدم خور زما تاجر جانانه
دسړي ځوى شه مسافر جانانه
هم يې آذان په زولنو تړلى
زما قرآن په زولنو تړلى
ټول پاک ايمان په زولنو تړلى
هغه انسان په زولنو تړلى
خپله سينه دښمن ته سپر جوړوي
دخپلو زلفو بند کمر جوړوي
ځانته په هر ځاى کې سنګر جوړوي
بيا دغليم نه ځوى دخر جوړوي
چې کوم ځاى ټک شي ګرم پښتون دى پکې
دکوم ملت او خلل شتون دى پکې
چې دانن ولې ښه بيلتون دى پکې
دغه نفاق لا کوم مضمون دى پکې
چې يهودان ټول غلامان کړ ې زمونږ
ربه پوره دغه ارمان كړې زمونږ
ته عملي دغه بيان كړې زمونږ
ربه ((سيرت)) بيا ته باغوان كړې زمونږ