په دنياحكم چلونكو خلكو

د اټوم بم طاقت لرونكو خلكو

دنيا زمونږه يو شريك كلى دى

زموږ په كلي كې شر مه جوړوئ

د خپل حرص او د حوص په خاطر

ژوند له سنګينه سزا مه وركوئ

د نوي ژوند د نوي فكر په ټال

د غلامۍ تصور مه ځنګوئ

مونږه خوبونوله تصوير جوړوو

زموږ له لاسه قلم مه غورځوئ

د رنګ او نور د ښكلا ډكه دنيا

لوګي لوګي فضا كې مه بدلوئ

داد ګلونو ماشومانو زانګو

دسرو باروتو په ډېر مه دروئ

د د نازونو اداګانو نړۍ

دبدرنګۍ په دوړو مه خړوئ

سفرې په  ګلونو د لمبو چې كوي

داسې جازونوته لارمه وركوئ

د انساني عظمت نه ډكه دنيا

د غار او غر دور ته مه ستنوئ

د اټوم بم طاقت لرونكو خلكو

ځان له په خپله خپل ژوند مه لنډوئ

دنيا زمونږه يو شريك كلى دى

زموږ په كلي كې شر مه جوړوئ