زه پښتون يم                   ملنګ جان

زه پښتون يم زما روح پښتونستان دی
بې له روحه څوک ژوندون نه شي کولی
زما خوښ د ازاد
ۍ نام ونښان دی
اسارت زما ارواح نه دی منلی
زه پښتون يم پښتونواله مې خوښېږي
سرو مال د پښتونوالې نه خيرات دی
که مې سرې وينې په د غه لار تويېږي
زما وينې د وطن د سر زکات دی
هغه سر چې قوميت کې خاورې کېږي
خاورې نه دی تر قيامت پورې حيات دی
پتنګ کله د ډيوې نه روی ګردان دی
په ډېر فخر سره يې خپل بدن سېزلی
زما تن کې که هډوکي دي که غوښې
د غه واړه د وطن آب و دانه ده
د وطن نه به يې قربان کړم ګوښې ګوښې
هر اندام مې د دې لارې نذرانه ده
ما کې شته د پښتونوالې پوره نښې
خدای راکړې د همت ښه خزانه ده
ابۍ کړی راته غوږ کې دا بيان دی
که بې ننګ وي پۍ مې نه دي وربښلي
په کوم ځای ک
ې چې پښتون وي لوبېدلی
که اول وي که اخر د پښتون مال دی
که سل ځله وي په وينو لمبېدلی
خو بيا هم پښتون ګټلی استقلال دی
اکثريه خلکو پخپله ځان سېزلی
چې پښتون ورته ښودلی توره ډال دی
پښتنو ته رب ورکړی کلک ايمان دی
له مېدانه چېرته نه دی تښتېدلی
زه پښتون د پښتون زوئ پښتونزاده يم
ټول جهان زه پېژندلی چې پښتون يم
زه د دې خاورې د غېږې پرورده يم
دغه خاوره مې ليلا زه يې مجنون يم
قربانۍ لره حاضر او اماده يم
زه مين د خپلواکۍ په ښه قانون يم
نو زما ملنګ جان دا عهد و پيمان دی
ما خپل ځان پښتونستان ته وربښلی

 غزل   

  خدايه! چې غواړم يې، هغه راځينې ليرې ګرځي

ډيره موده وشوه چې ښکلې مرورې ګرځي

 مخامخ نه وايم چې زه درسره مينه لرم

چې پسي شاشمه، په خوله مې داخبرې ګرځي

 موږه سپرلي له انقلابه قرباني کړل داسې

چې اوس مو غرو کې په اوبو پسې نښتري ګرځي

 له هرالوت سره يې ټکه شي نازله پرمونږ

دوي وايي سپينې دي، وزرلري، کوترې ګرځي

 موږ يوه بل ته بد بد ګورو، وايو ستاله لاسه

چې خپل وطن کې داغيارو مولښکرې ګرځي

 يوازې ته يې ليونى نه يې  سحره ياره

دهر چا ذهن کې بس دوه سترګې کافرې ګرځي

 

علم ګل سحر                                

 

 

بم راپريږده             

 

هرڅه دې يوړلو صنم راپريږده

                        ګل خزانيږي لږ شبنم راپريږده

 خلاص له کلتور اوله پښتودې کړمه

                        کتاب دې وسولو قلم راپريږده

 جوړه ولاړ يار او اغيار پيژنم

                       اغياره پريږده زما همدم راپريږده

·        بيا به خبرشې چې داڅه راوشول

                     قسم به نه کړمه قسم راپريږده

  موقع شوه تيره اوس په څه وکړمه

                      په غم اخته يم بس دا غم راپريږده

 پريږده چې خلاص شى له غمو  (( عرفانيار))

                     په دې راضي يم همدا بم را پريږده

 

د ژورناليزم دپوهنځي زده کړيال احمدشاه (عرفانيار) ميدان ښار فاروق خيل

 

 

د سلواغې د ۲۶ په ياد

 ………او روسان چا واېستل ؟

روسان نيم تلې څپلۍ ،

روسان شليدلي ګريوان ،

روسان په خړ خيرن واسكټ دپاسه،

دسرې، زړې خمتا درې كونجه پيوند،

روسان د كلي دماشوم ليندۍ

                             زموږ ه له كلا واېستل،

او ماليده چې روسان چا واېستل ،

روسان نهرو ويالو ،

روسان ګونګي مازديګر ،

روسان نالوستي ګودر ،

روسان په پورې غونډۍ خښ

                             شهيد غاټول واېستل ،

روسان له دوړو ډك پكول واېستل ،

ټولې نړۍ ورته كاته چې روسان ډلې ډلې ،

او وارخطا وارخطا،

له څرخي پله نه راوچتې شور غوغا واېستل ،

او ماليده چې روسان چا واېستل ؟!!

روسان د ميندو ښېرو ،

روسان دخويندو ساندو،

روسان پښې يبلې يتيم ،

روسان له ژونده ناخبره سرګردان كوچي ،

روسان ددې خاورې په وينو تاريخ ،

روسان ددې خلكو بې كچې سپېڅلتيا  واېستل ،

او ماليده چې روسان چا واېستل ؟!!

روسان واخان كې د وزلوبې د اسونو دربا،

روسان ګومل كې زنګ وهلي پنځه ډزي ټوپك ،

روسان زموږ دتشو مېنو وهم ،

روسان زموږ ه د وچتو غرو بې ژبو تيارو ،

روسان ددې وطن زيږي غوندې هوا واېستل ،

او ماليده چې روسان چا واېستل ؟!

روسان چې و يې اېستل ،

                   تابه وې بس ده چې اېستل ،

                                                تورې جامې ،

ټيك لكه بخت د وطن ،

په اوږو كړى د زړې خمتا موښلى څادر،

پايڅو يې داسې تورې وازې ، وازې خولې نيولې ،

لكه روسان به توريدل چې له زاړه ټوپك يې ،

سترګې به خدايږو هيڅ پرې نه مړيدې ،

ماوې چې څوارلس به لا نه وي پوره ،

چاوې قدم چې سپوږمۍ واخلي

                             نوپنځلس به شي ،

نې (۱) ځان روڼاندى باله ،

او نه ملا اېسېده ،

دوطن د مور ريښتينى بچى ،

د آزادۍ مجاهد ،

چې يې دا سره ديوان له پولې د دنيا واېستل ،

او ماليده چې روسان چا واېستل ،