بيا مې د بابا د كور درشلې نړولى شي

بيا مې د بابا بچي خپل كور كې جنګولى شي

خدايه ! هېڅوك نشته چې جرګه مو كړي يوه خوله مو كړي

ورك شو پېښور مې له كابله بېلولى شي 

 

 

پښتانه     عزت الله ځواب                                   

پښتانه د بيټ نيكه په دعا ډير شول

د خپل ځان د دښمنۍ په دام كې ګير شول

هيڅ غليم ته يې ميدان پرې ايښى نه ؤ

د پيسو لپاره هر څه نه ورتېر شول

د دښمن سترګو كې ټول اغزي اغزي شول

او په ستوني كې يې زهر شول ګنډير شول

د تاريخ په حافظه كې څنګه راغلل

د تاريخ له حافظې نه څنګه هېر شول

غټ سړي واړه واړه شي پښتو پرېږدي

چې په  خېټه لږ ماړه شي پښتو پرېږدي

ځنې ځنې په ځوانۍ كې پښتو پالي

خو چې وروسته لږ زاړه شي پښتو پرېږدي

پښتانه به په جنت كې پښتو وايي

هسې نه چې لاړ شي مړه شي پښتو پرېږدي

پښتانه لكه لمبه لكه سكروټه

پښتانه چې لږ ساړه شي پښتو پرېږدي

تش په خولو باندې پښتو ده پښتو نشته

اوس خبره د پيسو ده پښتو نشته

پدې وخت كې چې پښتو كوي ملګرو

خونه ړنګه د هغو ده پښتو نشته

د پښتون تهذيب له خاورو سره خاورې

پښتونواله په سلګو ده پښتو نشته

يوې خواته ترېنه توره پنجابي ده

بلې خواته ترې پاړسو ده پښتو نشته

اوس د ټولو خلكو دغه پاليسي ده

هرې خواته خوره شوې انګليسي ده

چې دننګ پګړۍ انګريز ته ورپه سر كړي

خپله واغوندي پتلون ډيموكراسي ده

خداى دې مل ددې ولس او دملت شي

هرچا بېله شروع كړې جاسوسي ده

دوئ په دنګو دنګو ښكلو باندې وياړي

په درنو درنو ښاغلو باندې وياړي

پښتانه يوازې تللو باندې وياړي

ژوندي څه كوي په څلو باندې وياړي

بس د ورونو په وژلو باندې وياړي

د ګلونو په سيځلو باندې وياړي

پښتانه د خاموشۍ په شور پوهېږي

پښتانه چې په كنځلو باندې وياړي

په نړۍ د زورورو خلكو راز دى

په سر ايښى د خنځير د بچي تاج دى

دې نړۍ كې نور  د هر سړي مزې دي

بس يوازې خوار پښتون دى چې محتاج دى

پښتونو كې داسې خلك پيدا شوي

چې دلور نوم يې تولسي د زوى بجاج دى

دوئ دې يو شي اوپه  يو تغر دې كېني

باور وكړئ چې همدغه يې علاج دى

جنګ د نن او د سبا كه دپرون دى

وژل شوى دواړو خواوو ته پښتون دى

دا يو زېرى د سپېڅلي سباوون دى

چې پښتو هم مې خندا هم مې ژوندون دى

د پښتون د بدبختۍ له غمه ژاړي

دا چې سر د ځواب ايښى په زنګون دى