شعرونه
د مینې انګړ
ای ښـکلـیـه ستـا د حـسن پـلــوشــې بــه مسکیدېستا سـترګــو پــښــتـنـو کـې بــه د ورایـه ځـلـیـدېیو ټـال دې پـکــې جوړ کړو ښه د میـنـې مـزیـدارد مـیـنـې پـه ټـالـۍ پــه زنـګــیـدو بــه خــوریــدېسـجــ
خوږ نعمت
د دونــیــا د نــعـمـتــونــــو خــــوږ نـعــمــت دیهـر قــدم لانـدې د مــور پـروت هـم جـنــت دیحــســن ، مــیــــنــه ، عــقــل واړه مــکــمــل شــيپه رښتـیـا د مــور دوعـا کـې پـروت حکمت دید مـــور مـیـنـه پـلـ
دنيا
په دنياحكم چلونكو خلكو
يو ګام لاره
له ګمانه تر يقينه پورې لاره
پښتانه
بيا مې د بابا د كور درشلې نړولى شي
نظم
ثمر سيرت
شعرونه
غزل
په نارنج ګل مشاعره كې دافغانستان په نوم لوستل شوى نظم
يوڅوك سپيره افغانستان نوميږي
دمڼې ګل په مشاعره كې دشاعرانو شعرونه
ستړي مه شئ
او روسان چا واېستل ؟
……… او روسان چا واېستل ؟
د عبدالستار سعادت ژباړه
پاڼه، وينه د طاووس بڼكه راوړئ
زه پښتون يم
زه پښتون يم
لونګ لونګ نظر
جي جلان ځاځى
غزل
تا چې زما او ما دې تا سترګې راواړولېځان ته مو خپله د دونيا سترګې راواړولې تاته يې د ګوتې د نيولو جرئت هم ونکړوموږ لېونيو ته هر چا سترګې راواړولې پرخه يم ګله ستا په غېږه کې مې کله پرېږيلمر ميرات مړي وينې بيا سترګې راواړولې ته قضاوت وکړه چې نوم د وفا چاته ورکړمتا نا اشنا غم دې اشنا سترګې راواړولې د سپېلني د زړه لوګي به ډېر درولېږمهوار کړه که نن چېرې هوا سترګې راواړولې
غزل
چراغ د تېلو نه لرم د زړه چراغ ته ناست يمد اوښکو په باران کې د شپې مړه چراغ ته ناست يم د چا لشې باڼه مې د ورغوي له زړه باسمد لويې شپې په لوی کور کې واړه چراغ ته ناست يم د وخت دا ځوانيمرګه شپې به کله دومره وکړيجانانه چې له تاسره به زه چراغ ته ناست يم نړۍ ليکي غزلې واړه نوو چراغوو تهيو زه يم چې تر اوسه لا زاړه چراغ ته ناست يم په ما باندې هم فرض ده چې پخپله هڅه وکړمتر کومه به د پلار او د نيکه چراغ ته ناست يم له کوم يوه چراغ نه
غزل
جانانه چې له تا سره وطن راپسې ژاړيپه داسې مرګ مې مړ کړه چې دښمن راپسې ژاړي سبا به مې د کاڼو په ځای لمانځي په ګلونوسبا به ددې کلي هر يو تن راپسې ژاړي که خدای منئ په مينه يې شکي شومه ملګروپرون يې چې وژلمه او نن راپسې ژاړي ډيوې دومره لوګی خو د دېوال په مخه پرېږدهاشنا چې ورته ګوري ماسخوتن راپسې ژاړي قربان د شاعرۍ له دې مقامه سپېلنيهغزل مې لکه خپل ورونه زامن راپسې ژاړي