چې نه انكار كړي، نه انكار غلى دى
داڅه خبره ده سركار غلى دى
په دې مالت خدايګو څه غم تېر شوى
ګودر خاموشه دى، چينار غلى دى
ښايي مرګي خلاص كړو د ژوند له شره
ژړا يي نه خېژي بيمار غلى دى
څركه! ناره د اناالحق پورته كړه
بلا موده وشوه چې دار غلى دى
***
منمه اور به په شېبه لګېږي
خو په وژو يې زمانه لګېږي
لكه تير كش دې باڼه داسې ياره
رسا، رسا په نشانه لګېږي
ستا د وړې خولګې خبرې اشنا
په ما خوږې لكه ټپه لګېږي
هر وختې شنه جوړه كې ګرځه ګلې
تاسره دغه جوړه ښه لګېږي
28.05.2007
- سردارولي څرک
نقيب الله شباب له نن نه نږدې ۳۰ كاله وړاندې د كږې ولسوالۍ په ډاګ كلي د غلام سخي په كاله كې دې نړۍ ته سترګې پرانيستې.دى لا تنكى زلمى وو چې پېښور ته كډه شو او په كبابيانو كې يې واړول او هماغلته يې په صديق اكبر لېسه كې زده كړې وكړې او په ۱۳۷۸ لمريز كال ترې بريالى را وواته.شباب غوښتل چې لوړې زده كړې هم تر سره كړي خو د وخت غوښتنو دى اړ كړ چې د زده كړې پر ځاى كسب ته مخه كړي او له دې لارې كورنۍ ته يو څه نفقه برابره كړي چې دمګړۍ ته دى د موټرو د انجن تكړه مستري دى. دى نهه كاله كېږ...
14.06.2007
- سردارولي څرک
تيره شپه زه په شوګير باندې كرۍ كړمخداى اخته زه په دې څه ډول خوارۍ كړم
بيا زه خير كه عمر تېر په ملنګۍ كړمخو چې ښكل دې يو ځل سرې شونډې غوټۍ كړم
هسې نه چې قد قامت زما بدرنګ دى محبت كې روستو پاتې غريبۍ كړم
دا خو ستا له غمه څيرې ګرېوان ګرځمهسې نه چې دا كارونه له مستۍ كړم
***
ټپې، ټپې دي سندرې دي نغمې ديستا خبرې ياره! ستا په شان...