زما له مرګه وروسته مه ځه هلته
ځكه د يار له دره خاورې زما
اى د سبا نيسمه پاكې نه كړې
                             ***
اوس يې نو خوښه ده چې
دل ازار، كه دلداري كوي دا
ما خو مې زړه ورله سرداره وركړو
                          ***

ګل نه يې هم بدن نازكه دى خو
زه دې خبرې ته حيران يمه چې
څنګ كې يې زړه څنګه له كاڼي جوړ دى

                     ***
ښه دى چې خوب دې خراب شوى نه دى
ګنې ما ستا د كاله شاته ياره!
بېګا تر ډېره وير ژړا كړې ده

                     ***
څه چې مزه ده، ده په همدغه ژوند كې
پاتې سر درد دى هسې
راځه چې ياره ميخانې ته لاړ شو
                     ***
څه چې دې مينه كې كېدل راباندې
جانانه وشول خو تا دغومره هم
رانه ونه پوښتل چې ولې څرك؟
                    ***
لكه د ژمي باران
داسې شېبه، شېبه مې
ياره په زړه ورېږې

                   ***

 په خوله څه نه وايي خو
راله په سترګو سزا
د بېلتانه راكوي


                 ***
كه لږ فرصت دې كله هم پيدا كړ
پېښه راوكړه، ضرور راشه اشنا
ما مې د زړه دروازه خلاصه پريښې


                  ***
خدايګو د څه كمى دى
چې مې زړګى نه لګي
په دغه ستر جهان كې

                ***

زه نه پوهېږمه چې كله نه ده
خو چې مې ياد شي هغه وخت نه ياره
تاسره مينه، محبت لرمه
               ***    
تر لرې، لرې چې ترڅو جانانه
زما د سترګو نظر كار كوى شي
يواځې ته ښكارېږې تا وينمه
               ***
ما چې د چا د راتلو لار څارله
هغه زما په مخكې تېره شوله
خو زه سردار ورباندې پوه نه شومه