مين په ژوند ، مين په ګل يمه زه
دشنه ځنګله فطري بلبل يمه زه
څه نيمګړتيابه وي ضرورپه ماكې
داچاويل چې مكمل يمه زه
دوخت ناخوالوزه بې وخته سپين كړم
دپښتنې پيغلې وربل يمه زه
مامې دخپلوهيلوقتل كړى
خلكوماووزنۍ قاتل يمه زه
دمينې راز مې په هربيت كې پټ دى
ديومين شاعرغزل يمه زه