خيركه غريب يو بې غيرته نه يو
داسې بې پته بې عزته نه يو

خدايه داولې دهرچابد ايسو
مونږه خودومره ملامته نه يو

په مينه ژوند كوو په مينه پايو
هسې بې مينې ، محبته نه يو

سترګې لرو خوچاته يې نه برګوو
دومره خوهم بې نزاكته نه يو

حساب ترې اخلو اوحساب وركوو
دومره بې باكه ، بې جراته نه يو

موږ په اغزنولارو ډيرتللي يو
خولاخفه دخپل قسمته نه يو

په ويښه ژوند تيروو ، ويښ خلك يو
ډك له كينې اوشرارته نه يو

واړه نړۍ ته هم په مينه ګورو
له چانه لوړ له چانه ښكته نه يو

په لاره سم ځو خوپه څنګ تيريږو
چالمسولي په غلطه نه يو

چې وړاندې ځومدد له خدايه غواړو
ځكه خوتش له بركته نه يو

پښتون ولس يو په پښتومين يو
كه بل څه يو ددې ملته نه يو