لږ راشه په ميدان شپې كه د شپو شوې بيا به ګډ ځو
لږ وركې اوازي كه د جګړو شوې بيا به ګډ ځو
د ښيځو چې موسم شو چې غاټول كړ سر را پورته
دخوړ غاړي چې ډكې له سبو شوې بيا به ګډ ځو
لږ واورې چې شوې ويلې ، لږد يخ لمن چې ټوله
اوبه لږې رڼې چې د ويالو شوې بيا به ګډ ځو
ويلني چې راوخاته لمرونه چې تاوده شول
اوږدې شپې چې لږلنډې د څيلو شوې بيا به ګډ ځو
د بخت په تندي خړې بيكسياره كه باران شوې !
را برخه كه يو دوه شپې د سپرلو شوې بيا به ګډ ځو