كوم ځاى ته ځې كډه دې بارده اوريدلي مې دي
ښه سفر، سختې دې آسانه ځه ورځه لاړه شه
هسې يو ګام لاره كې هم فاصله كمه نه وه
نوره هم لرې ځې له مانه ځه ورځه لاړه شه
*******
يوه شېبه دې د يقين سيمه كې تېره نشوه
اوس چې مې درومې له ګومانه ځه ورځه لاړه شه
شېبه ،شېبه داسې تېريږې بېرته نه ستنېږې
تاهم زده كړي له زمانه ځه ورځه لاړه شه
*******
نوره به څه له تانه تمه د وفا لرمه
په هغه لنډه فاصله كې مې جانان نكړلې
نوربه نو څه ذهن كې ستا د وصل خيال روزمه
بس چې د يو قدم واټن كې مې د ځان نكړلې
*******
اوس خو به ځې له مانه لرې زښته ډېره لرې
نه به مې غږ اورې اونه به دې آواز واورم
نه ، نه زه كوڼ نه ومه ستا په وړاندې كوڼ به نشم
كه دې رانارې كړې په زړه به دې آواز واورم
*******
له دېنه وروسته به دې بس زړه كې تصوير ګورمه
ستا د ديدن په تمه سركې ليمې نه ګرځوم
نور به په چا نه عقيده او نه باور وكړمه
دعا په لپه كې لمن كې ډېوې نه ګرځوم
*******
د تاوولو وس دې نلرمه څه ووايم
ځه ورځه لاړه شه په مخه دې زېړي ګلونه
خو كه مې بل اوربل كې كېښول ګيله منه نشې
كه راته راوړل ستا لپاره پسرلي ګلونه