خاونده زړه مې داسې له جانانه سره ځي
يوڅوخړې كيږدۍ چې له طوفانه سره ځي
سهارشي ماسپښين  شي ، مازديګر شي اوشپه راشي
دحسن جادوګره له ماښامه سره ځي
يامړشي ياټپي شي ياله ژونده لاس په سرشي
انسان چې ترمنزله له انسانه سره ځي
زمونږ سپيره نصيب ته خدايه څه رارسيدلي
دشعرښاپيرۍ خوله كاروانه سره ځي
يوچاراته پخوا ديارله لوري وه ويلي
مدام مې تړمې اوښكې له ګريوانه سره ځي