پيسې منم،چې دژوندون قيزه له تاسره ده
رڼاله تاسره ده،توره شپه له تاسره ده
چې مې په كار يې نو،لولۍ دچاکيسه كې نه يې
اوس مې په جيب كې،خومې هم كينه له تاسره ده
په تاكارونه دثواب اوعذاب دواړه كېږي
ته چې له چاسره يې بس کيسه له تاسره ده
تاچې لري هغوۍ مونځونه كړي زكات وركوي
داميدونودورتلوكعبه له تاسره ده
زمونږه ځمكه،زمونږغرونه مونږنه تاواخيستل
زمونږدڅنګ ملګري وروڼه  مونږنه تاواخيستل
تا په جنګ واړولوتا په تپووويشلو
زمونږخيبر زمونږ قامونه مونږنه تاواخيستل
دښارله ښكلوسره غاړه غړۍ نه شوكيداى
دڅوشېبومحبتونه مونږنه تاواخيستل
زمونږايمان زمونږه زړونه مونږنه تاواخيستل
زمونږدبام په سرګلونه مونږنه تاواخيستل
پېسې منم چې دژوندون قیزه له تاسره ده
رڼاله تاسره ده،توره شپه له تاسره ده
پېسې داستاپه مدارټوله نړۍ وڅرخېده
ډېره مجبوره شوله، ډمه جنۍ وڅرخېده
ماته يې نن مازيګرسترګوكې خبرې وكړې
ماته هم نن مازيګر پاس په بلۍ وڅرخېده
سترګې يې وږې دي ګلاب افغانستان څه كوي
ښه ورته ګوره ستالرونكي خاوندان څه كوي
ستاخاوندان خپلوبچوته كمپيوټرزده كوي
زما دكلي ببرسري ماشومان څه كوي
څه كوي ماڅه كوي؟يارمې هم داستا نوكردى
ته ورته ګرانه يې زماغوندې جانان څه كوي؟
شرمېږي نه په ديوثۍ باندې ډالر ټولوي
هغوی دپلارنيكه غيرت څه كړي،ايمان څه كوي؟
خوپېسې تاچې لري هغه ارام نه لري خوب نه لري
په خداى باوروكړه چې ټكی سړيتوب نلري
ته ترېنه لاړې خودله ځانه سره ګوتې شماري
تالېوني كړل كنه نورڅه ليونتوب نه لري
پيسې منم چې دژوندون قيزه له تاسره ده
رڼاله تاسره ده، توره شپه له تاسره ده
داتاپسې خلك  ديواوبل په كوراوړي
منډې وهي ځمكې ته نه ګوري، پراوراوړي
دابه منو،نن سـبا هريوكارپه تاكيږي
څوك يې په نغدوخلاصوي اوپه چاپوراوړي
كه محكمه كې دې قاضي صاحب ته پيسې وركړلې
كه ملامت هم يې په بل چاباندې توراوړي
دهريوجرم ابتدا،انتهاتاسره ده
وفاله تاسره ده،هم جفا له تاسره ده
دخداى په ځمكه كې دځمكې دعوه ګيرخدايانو
تاسې پيسې باندې انسان نه سم حيوان جوړوئ
نړۍ كې خلك جنګوئ اوتماشه يې كوئ
دامنيت په نوم مدام دجنګ پلان جوړوئ
تاسې داجوړ، راورانوئ اوكه نه وران، جوړوئ
تاسې اوخداى چې دابه تاسې سره څوك ومني
چې دې وران افغانستان نه به جاپان جوړوئ
امنيت له تاسره دى،هم شورا له تاسره ده
ساين اوكوساين رياضي، فزيك،كيميا له تاسره ده
خواى د،دولت اودپيسوپه زورمغروره ياره
ستاپه څېرډېرپه پښوراغلي په سروتلي دي
دسكندرنه ترګورګين،بياكيوناري مكناټن،
په شوق راغلي، خوبيابېرته په توبوتلي دي
چاځان وژلى څوك مات ګوډپه تېښته وتښتېدل
پېسې ترې پاتې دي تورمخ لكه دغلوتلي دي
ځمكه له تاسره ده،پاس فضاله تاسره ده
پوهه له تاسره ده، بس دنياله تاسره ده،
سوالونه تاسره دي،ځواب له تاسره دى،
ګناه له تاسره ده، عذاب له تاسره دى.
چې پيسه نه وي اعتبارنه وي، باورنه وي
دهغوخلكوخوشحالي نه وي، اخترنه وي
زمونږغټ خېټي مشران يې حال نه، نه خبريږي
داشېبې کمې وي چې ماباندې محشرنه وي
ملامت نه دي پښتانه چې چاته ست نه كوي،
په كوركې توره نه وي جومات كې يې ممبرنه وي
په ماهم دا فرض ده،چې خلك له ريښتيا خبركړم
زه خوملامت نه يم،شاعرخوپيغمبرنه وي

زه چې کله زانګمه ټالۍ کړمه
((عزت الله ځواب))
زه چې كله زانګمه ټالۍ كړمه
زړه كې دچا،يادډولۍ ډولۍ كړمه
كوركلي كې ښكليوباندې وګرځم
لږه لږه مينه ورډالۍ كړمه
بيابه څانګې وكړم راشين به شم
بيا كه چرته مات باران ګلۍ كړمه
بيابه پرګنۍ په ډول راټولې كړم
بيابه زركې مستې په شپېلۍ كړمه
زه اوسېږم په تصويركې ليونى شوم
دخپل زړګي په ويركې ليونى شوم
ستادنوم ګردانولوستړى نه كړم
په همدغه صرف ميركې ليونى شوم
دسپين غرخمارسندرې راډالۍ كړې
په شمشاداوپه پامير كې ليونى شوم
ملنګان به رانه ډېرې منډې وكړي
دميالي بابا ځنځيركې ليونىشوم
چې په خپل سکني ورورمې ډزې وكړې
ستا دپلارټوپک يم ديرکې ليونى شوم
يوالهام راته دشپې په خوب كې وشو
ځوابګله په شبګيردې ليونى شوم