نجیب عامر

دژوند تراخه دزړه په کور نه غواړم
زه داوبو په منځ کې اور نه غواړم
دځان په حق کې هم نعره نه وهم
په خاموشۍ مین یم شور نه غواړم
یادې هیڅ نه وي یا پیاوړی دې وي
زه مې دځان په شانې ورور نه غواړم
 زه د خزان پلوي هم نه یم خو
رقیب په هیڅ حال کې سمسور نه غواړم
غم داخرې خاتمې وخوړم
ګټه دکور او د لاهور نه غواړم
بدل کې زه پوره غزل درکوم
سپینه خولګۍ درنه په زور نه غواړم
مخ رانه ولې اړوې په بله
یو لاروی یم تانه پور نه غواړم
پېښور پرېږده ځه په بله مخه
خیر دی زه تانه کمیس تور نه غواړم
 

 2009  جولايي 7
       پېښور

یوه یادونه !

په دې شعر باندې راغلې تبصرې رانه سهوا ړنګې شوې .زه دهغو ټولو ملګرونه بښنه

غواړم . عامر