اکرام الله ګران
زړۀ دى نو ارمان به خامخا لري
مينه او جانان به خامخا لري

ژوند کۀ خاورې خاورې دى په زمکه پروت
خيال د لوړ اسمان به خامخا لري

عشق په دغه پُوله چرې لاړ نۀ شو
عقل سود او زيان به خامخا لري

زۀ هم يو منزل په تصور لرم
لار، نوم او نښان به خامخا لري

چا چې د بلبلو نغمې زده کړلې
پوئي دې شي زندان به خامخا لري

ګل هم په جنون د چا نه کم نۀ دى
خپل څيرې ګرېوان به خامخا لري

شور د جبر غېږه کښې خاموشه شو
خوب آه فغان به خامخا لرى

څوک چې د غزل د ښايست مخ ويني
دا رڼا يو ګران به خامخا لري