عبدالروف زاهد

نۀ چې اوربل، نۀ دې نظر ته کښېني
په دې موسم کې سړى چرته کښېني

داسې دې مخ ته ګورم نۀ مړېږم
لکه چې ژمي کې څوک لمر ته کښېني

که د مقصد شيرين ورځي په ګوتو
لکه فرهاد به سړى غر ته کښېني

د نظر تږي په ولاړه مړۀ شو
د اوبو تږي سمندر ته کښېني

تۀ اوس هم شک کړې د هغۀ په مينه
زاهد چې ستړى شي ستا در ته کښېني