جلبل اشنغرى
ما چې د خپل زړه نه بهر په خوښه نه پرېښوده
هغه زما د زړه کنډر په خوښه نه پرېښوده

ملګرو ولې او په څه مې دومره ډېر ګرموئ
حالات سنګين شو ما دلبر په خوښه نه پرېښوده

تورمخى باب دى او ناشونې ناکړدې د تاريخ
مونږ دا تضاد د لر او بر په خوښه نه پرېښوده

يو وخت طوفان داسې راځى چې ارادې ماتوى
ګنې نو ما خو پېښور په خوښه نه پرېښوده

چا د بل کوره دى راوړى په کوټلي سازش
مونږه په خپل کور کښې دا شر په خوښه نه پرېښوده

که حوصلې نه ماتولى مورچه ايز ملګرو
داسې اغيار ته مو سنګر په خوښه نه پرېښوده

د کلي خلقو که تهمت په جانان نه ورتپه
جلبل ګودر او مازيګر په خوښه نه پرېښوده