سيد

Profile Photo

ستړي آهونه ـ ستړې هیلې ـ ستړې ، ستړې سلګۍ
زما د ژوند کــيــســـــــــه بس دومره وه او نوره نه وه

شــــــــــعــــــــرونــــــه


د ښاغلى سميع الدين افغاني دوه شعرونه

زه دمستانو او رندانو جمع تهچې کله ځمه بېرته نه راځمه زه د بد مسته ميخورانو جمع تهچې کله ځمه بېرته نه راځمه د چټو پېغلو ښاپېريو ښار کېد چا نظرته چې ورځمه بېرته نه راځمه يم د رندانو ميخورانو جمع کېنو ميکدې ته چې ورځمه بېرته نه راځمه

08.09.2008 سيد شاه سقيم

دخوارانو دلته نشته مدد ګار څوک - مجرم

موږ په خپلو سترګو وينو ګنهګار څوکخېر که نکړي عدالت  دلته په دار څوک نه چا وويل چې بد ورسره وشولنه ملګرى  شو دهغه پري وار څوک دهر چا شي لکه بم په سترګو وېرهدخوارانو دلته نشته مدد ګار څوک چا پوکلى  چا  لمبه کړ  چېرته  لاړى ؟نن

05.09.2008 سيد شاه سقيم

ګوندې د كلي ګلبشره به مي غږ وپېژني

د ډېرو ماتو دروازو ځنځير مي ورشرنګاوو لكه ملنګ د زيارتو ځنځير كمي وشرنګاوو په خپله ډېره هوښيارتيا كې چې مي ځانته فام شو وم لېونى د زولنو ځنځير مي وشرنګاوو اوس په خپل جرم اعتراف كوم په ډاګه وايم ستا د مړژواندو ارمانو ځنځير مي وشرنګاوو ګوندې د كلي ګلبشره به مي غږ وپېژني

05.09.2008 سيد شاه سقيم

ما ته يو فقير په خوب کې وويل

ټينګ شه اې زړګيه اشنا نه راځيرنځ به قبلوې مسيحا نه راځي ما ته يو فقير په خوب کې وويلما ته يې وعده کړله بيا نه راځي هر کار چې انجام نلري کار نه دىلا س به ځنې مينځې بريا نه راځي څوک چې  جڼه،  جڼه کړي هيڅوک نه دىهيڅ که ترې نه سپينه وينا نه راځي

05.09.2008 سيد شاه سقيم

په افغاني لباس کې ښکلې ښکارېده لېونۍ

د کلي مينځ کې دپنجو په څوکو تله  لېونۍلکه کوتره مي له  ورايه  وليده  لېونۍ د سيخکو کتار يې  جوړ وو  د اوربله ځينيپه يو نظر يې زړګی وېوړه د ګوګله ځينيپه سرومنګلو يې لاس تېرکړ د کاکله ځينيپه هر قدم کی لکه لښته ماتېده لېونۍلکه کوتره می له  ورايه وليده لېونۍ خپلو همزولو

02.09.2008 سيد شاه سقيم

جانان په مونږه لوبې وکړې

يو خوا غربت بل خوا جانان په مونږه لوبې وکړې بل خواته غله،  بل خوا در بان په مونږه لوبې وکړې د وطن للمي مو اوبه نشوې په وخت او زمانيو خوا سېلاب بل  خوا  باران  په  مونږه  لوبې وکړې ډيرو سرفه ونکړه زمونږ  په دا مظلومو خلکويو خوار اغيار بل خوا نادان په مونږه

29.08.2008 سيد شاه سقيم

د مينې رنګ

ستا په اننګو کې چې د چا د وينې رنګ دیزما د پاکې مينې حقيقت پکې څرګند دی ما وېل سترګې دي خوږې دي دې وېل تورې په رنجو ديما وېل مينه دي سور اور دیدې وېل يار زما ملنګ دی ما وېل زما سره اشنا شهدې وېل زموږ کلي ته راشهما وېل مينه رسوا کېږيدې وېل دا دمينی خوند دی ما وېل ښ

29.08.2008 سيد شاه سقيم

زموږ په کلي کې در خو بی ادم خانه ګرځي

جانان بې جا مه لکه خان چې بې ستر خانه ګر ځيزړه چې مين نه وي هندو دى بې ايمانه ګرځي انسان له څا روو  ځناورو څخه عشق بېلويڅلوربول ځکه بې هدفه بې ارما نه ګرځي دليونو په قا فله باندې ورګډ کړم ضميرهغه ورکېږي چې يواځې بې کاروانه ګرځي قا صده ! ورشه پيغام وروړه مسيحا دوخ

24.08.2008 سيد شاه سقيم

جانان پښتون دى ځكه ما پرېږدي لاهور قتلوي

زما پر سينه باندې قدم ږدي او زما ورور قتلوي دا بشر دوسته هر بشر په داسې تور قتلوي له دې سړي د ركنيت پوښتنه ځكه كوو چې دې وطن ته خاموشي راوړي او شور قتلوي لكه قضا لمونځ مي را ګرزوي په هر ساعت كې ما ورولي او په ما بېرته زما ورور قتلوي زه يې د سر صدقه غواړمه له خپله ځانه

24.08.2008 سيد شاه سقيم

ته د غرورو د غره په شان يې او زه تورې خاورې

ته د رڼو ستورو كاروان يې او زه تورې خاورې ته د ټپي زړونو درمان يې او زه تورې خاورې زما او ستا نه سره كېږي د زړه سره واوره ته د سپوږمۍ غوندې روښان يې او زه تورې خاورې ما ته دي خپله ونډه راكړه يار ته خپله ونډه ته د هر چا روزي رسان يې او زه تورې خاورې زما د وس زما د زغم خبره نه د

24.08.2008 سيد شاه سقيم

ته به خبره يې كه نه محبوبې !

ته به خبره يې كه نه محبوبې ! زما وطن ته دى اوس غم راغلى تندي تندي ګلان له بېخه باسي له تېره لوره سره سم راغلى نورې دي تورې سترګې مه توروه شونډو ته مه وركوه رنګ شېرينې تر آ به زه سترګې در وانه ړومچې كور په كور باندې وي جنګ شېرينې  په خداى كه بل يو شى مي خيال ته راځي توره بلا پر هر ټغر ناسته ده كوټه كابل او كندهار در واخله كوز په خيبر او پېښور ناس

14.08.2008 سيد شاه سقيم

د ښايست نمونې

و چا ته مه ښاكاروه ګوري د ښايست نمونې تا څنګه واخيستې له ستوري د ښايست نمونې ته د حيا پړونى واچوه په سر او اوږو پښتانه نه غواړي سر تورې د ښايست نمونې دستي به اور واخلي بګړۍ د زاهدانو پر سر كه دي څرګندې كړې څه نورې د ښايست نمونې زما دي يادونه لا هېر نه دي او لا شته خاطرې را

14.08.2008 سيد شاه سقيم

ولې یې ګل وواژه ښکلایې ولې مړاوې کړه

بس که ورته غوږ شو لیږ   ویجدان  به راته ووایيچېرې  یوو موږڅوک یو داخپل ځان به راته ووایي ځئ چې ترینه وپوښتو ملګرو چې شپه څه شی ده؟ ستوري څه مانا لري اسمان به راته ووا یي ولې یې ګل وواژه ښکلایې ولې مړاوې کړه دا دراز خبره  ده  باغبان  به  راته  ووایي

14.08.2008 سيد شاه سقيم

په لاره نا بلد وم چې کاروان ته ژړیدم

خبره داسې نه وه چې وځان ته ژړیدماسمان ته مخاطب وم و اسمان ته ژړیدم هم دغه مې امېد وو چې سفر به مي اسان شيپه لاره نا بلد وم چې کاروان  ته ژړیدم چې ژوند یې زما له ژونده مخالف نه وو لږ همدداسې یو بد بخته وداستان ته ژړیدم په دغه خو ساقي جامونه واړولو بل تهپرون&nb

14.08.2008 سيد شاه سقيم

سر مي وطن ته هدیه زړه مي جانان ته ورکړ

سر مي وطن ته هدیه  زړه مي جانان ته ورکړځان مي له هرې خوا دوخت و امتحان ته ورکړ ستا دیارۍ مثال که وپوښتي څوک وبه وایمیو لاس مي مځکې  ته دابل مي واسمان ته ورکړ   دعشق په ښار کې حکیمان کله بلد زړګیهدرنځورۍ حال مو ایله بیله لقمان ته ورکړ

14.08.2008 سيد شاه سقيم

سر مي دي شي ځار دوطن مینه کې

وسوم په انګار دوطن مینه كېوختم په دار دوطن مینه کې ټول ټپي  ټپي  پر هر  پر هر یمهپروت په خنډ او خار دوطن مینه کې   لت پت خپلو وینو کې رنګین  رنګینخوښ په خپل دیار دوطن مینه کې

14.08.2008 سيد شاه سقيم

غـــــــزل

ژبې څـــــــــکلي ستــــــاله شونډودرښتیاخواږه وتر رګـــه رګــه رسېـــــده ستـــــاد اروا خــــــــواږه و زه وارخطــــــــــاومــــه ولاړ چې راکاتــــــــه دکاږههغه کاتــــــه دنااشنــــــاڅـــومره اشنـــــــا خـــواږه و اوس د بنګړي راپسي ټـول مالت خبر کړي یــارهماشومتــوب ښه ووپه مستیوکې بـــــلاخواږه و ولې بـــــه سترګو اوروه په ګریوانونـــــــــوباران؟که دژوندون په رنګ کې ګډزما وستـاخواږه و

12.08.2008 سيد شاه سقيم

د سروش يوه غزل

           

10.08.2008 سيد شاه سقيم

جا نا نه شته ډېرې نا پا کې سترګې

چې زما په تا اوستا په ما کې سترګيشوې ددنیا په ما او تا کې سترګي زړه مي سولېږي پر خوله هیڅ نه راځيځکه تل ګرځمه نمناکې سترګې   له ښا یستو په هیڅ چل نه راګرځياوس روږدې شوې دي  بېباکې سترګې  

09.08.2008 سيد شاه سقيم

لا تر څو به زموږ کلي لا نړیږي

لا تر څو به زموږ ګران وطن ورانیږيلا تر څو به زموږ کلي لا نړیږي   ورنو لږ څه د تدبیر نه کار په کار دیپه یووالي باندې هر مشکل سمېږي   چې یووالی ورورګلوي یې په نصیب شيافغاني  ! وطن به خا ماخا جوړیږي

09.08.2008 سيد شاه سقيم

بیا هم ددنیا له هر تصویره مرګي وايستم

ستا پر لورګران دى تر همه وو سفرونو سفرکه څه هم  پیل کړمه  پر پا ڼو دګلو نو سفر چې دقرار او دسکون په معنی پوی شمه لږتیندک دي وخوري نن پر لار ستا دیا دونو سفر   لا دبمونو په دود ډکه ده فضا دوطنسږ کال به وځنډیږي بیا دبهارونو سفر

09.08.2008 سيد شاه سقيم

ګله!! یوه ورځ په اننګوبه دي نوم ولیکم

عشقه !! دښکلا په فرښتوبه دي نوم ولیکمتندې !!که ژوندی وم په پیالو به دي نوم ولیکم یومې وړې دخدای کعبې ته لا له ځیله نه اوړېنه چې منې زړه  ! په بوتکدوبه دې نوم ولیکم اوس چې لکه سور دروح په تال باندې  راګډه  شوې مه درومه سندرې!!  په نغموبه دي نوم ولیکم تم شه لکه

09.08.2008 سيد شاه سقيم

نګار په ما لکه اغيار خاورې راواړولې

په نن سبا کې دې امبار خاورې راواړولېاخر په ژوند مې انتظار خاورې راواړولې تر منزل مخکې شول ټول قتل ارمانونه زماڅاروان کاروان باندې په لار خاورې راواړولې نور به د ظلم او ستم څه وايم چې څه يې وکړلنګار په ما لکه اغيار خاورې راواړولې يو څو خبرې يې په خوله وې څه ويل يې غوښتلخو طبيبانو په بېمار خاو

09.08.2008 سيد شاه سقيم

غــــــــــــــــــــزل

يه ښکلې نن شوي را په ياد ولېد زړه دنيا مې شوه برباد ولېواړه دنيا څومره خوشحاله ګرځييو په کې زه ګرځم ناښاد ولېداپښتانه او سربازان د وطنخاورې په سر ګرځي برباد ولېما خو ژوندون د تا په نوم کړی دیبيا هم ته مانه کړي فرياد ولېذاکره ! ټول عمر دي لار څارلهنه شوې له غم څخه ازاد ولې؟؟؟

07.08.2008 سيد شاه سقيم

د عمري دوه ازاد شعرونه

لا څو کلونه ګوريزما داحساس زما دمستۍ نندارهچې دشباب پر لمن کښیږدم بې ترساو بې پروا یادونهڅو ګنهګارې شیبېدځان ملګرې کړمهچې دزمان په زړه کېشېخه یاغي زندګي کړم نذرانهدمیخانې او دساقي حضور کېځکه چې وخت لازما دشباب یاغي کلونه شمېريورته ځیر ځيرتاند ارمانونه شمیري

07.08.2008 سيد شاه سقيم

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more