موږ په خپلو سترګو وينو ګنهګار څوک
خېر که نکړي عدالت دلته په دار څوک
نه چا وويل چې بد ورسره وشول
نه ملګرى شو دهغه پري وار څوک
دهر چا شي لکه بم په سترګو وېره
دخوارانو دلته نشته مدد ګار څوک
چا پوکلى چا لمبه کړ چېرته لاړى ؟
نن يې وسوو په سکروټو او انګار څوک
چې وچا ته تمه ونکړې مجرمه !
دلته نشته بې له خدايه زېرمه خوار څوک