سيد

Profile Photo

ستړي آهونه ـ ستړې هیلې ـ ستړې ، ستړې سلګۍ
زما د ژوند کــيــســـــــــه بس دومره وه او نوره نه وه

شــــــــــعــــــــرونــــــه


هغه جواب چې پرکاغذ يې وولیکلی راته ـــــ عبدالهادي همدرد . هلمند ګرشک

قسمته ! ووایه پرڅه راته را ځي غمونه  په نیمه شپه کې مي د خوبه ویښوي غمونه بس بې له سته مېلمانه شي دخوښۍ پر محفلد ارمانو څلي مي هر وخت نړوي غمونه چې مي ساتلی وو ریښې ریښې داستا مینه کېهغه ګرېوان مي نن په اوښکو لندوي غمونه چېرې مي لا ره دخلاصون ترېنه موندلې نه ده دقبر غاړې ته لاهم ر

17.08.2011 سيد شاه سقيم

مکتبی هلک ــــــــــ غني خان غالب غزنوي

شونډې دي هم چاودلې  رنګ دي هم زېړغوندې دی خدای دي خېرکړي‌ډېرغمجن مالومېږې څه به درته ووایم څنګه دي پوهه کړمهبس نورمي په خدای وسپاره  وۍ مخ مي تورسو&

31.03.2011 سيد شاه سقيم

دژوند نغمه مي له منګي او له سيتاره وزي ــــــــ اغلې زرکه

لکه دخوږ زړګي زګېروي چې له پرهاره وزيدژوند نغمه مي له منګي او له سيتاره  وزي دد غه سويو اسوېلو تپوس مي څه ته کوېهسې دژمي تريخ لوګي دي له انګاره وزي وېل  يې ژوندون مي ټوله مينه او ايمان مي مينههغه دمينې ليونى نن له دې ښاره وزي

03.12.2010 سيد شاه سقيم

وران خالونه ـــــــ اغلې زرکه

زمانې ته مي دزړه زخمونه خانديزما نذرونه په ايمان دي که ته راغلې دزرکينو سترګو تور مي ټول اوبه شولشوګيرونو ته حيران دي که ته راغلې دژوندون ډېوه مي تته دمه کېږمستا يادونه مي ارمان دي که ته راغلې

21.10.2010 سيد شاه سقيم

مړاوى ګلاب يې را په يادې کړي خماري زلفې ـــ سقيم

د ښايسته جانان د سپين مخ پوروړى څراغ چې هغه نه وي رڼا نه کوي زوى مړى څراغ مړاوى ګلاب يې را په يادې کړي خماري زلفې مړاوى باړخو يې را په ياد کړي خوبوړى څراغ

20.07.2010 سيد شاه سقيم

موږبه یوځای شوكه خدای غرونه په سیندونو یوسی ـــ ع هلال

دزړه پرهرکې مي ستا درد او یاد ودان  دي  راته زه یم یوازې مګر دوى  دواړه  یاران  دي  راته  وختونه تېرشول بلا ډېر څه  مو تر شا پرېښودل هر څه اسان دي مګر ستا هېرول ګران

17.07.2010 سيد شاه سقيم

د محمد قاسم ابدال نوې غزل

  زما د قتل په نيت راغله خو زړګى يې يووړ ژوند يې په سترګو کې رواړى و مرګى يې يووړ  

16.07.2010 سيد شاه سقيم

خدايه ! په دې هر سخت امتحان کې راته ته ښکارې ـــ انعام الله ګوهر

ګډ مي شوې په وينه کې خپل ځان کې  راته ته ښکارې خداشته چې  په سترګو د جانان کې راته ته ښکارې سره غرمه کې ته يې . په زېړي مازديګر تا وينم ستوری شې،سپوږمۍ شې پاس اسمان کې راته ته ښکارې کله چې يوازي شمه،سر په زنګون کېږدمهخيال شې تصور شې په ګرېوان کې راته ته ښکارې ځکه ددنيا له ستمونو فرياد نه کوومخدايه ! په دې هر سخت امتحان کې راته ته ښکار

14.07.2010 سيد شاه سقيم

د ورځې پېغلې د شپې ستوري په چينه کې ګوري ـــ د زابلي اشنا دوې نازکې غزلې

ورارې به خاورې وخپل رنګ ته په جذبه کې ګوري اوس به له ناوې سره څوک په ايينه کې ګوري شېخه ! يواز هلکان هم ملامته نه دي شته جنکۍ چې پټې پټې دروازه کې ګوري

14.07.2010 سيد شاه سقيم

د ښاغلي ګوهر تازه غزل

يو خوب وم د دردونو خو تعبير دي کړمه زهتا واړولم غم باندې په وير دي کړمه زهبس ټوله شپه سپوږمۍ ته په کتو باندې کړم تېرهد ستوري غوندې ويښ يمه ،شبګير دي کړمه زهزه پوى نه شوم ته څرنګه  بې وخته رانه لاړې منکر وم،خو قايل اوس د تقدير دي کړمه زهچې لاس د محبت دي زما په لاس کې ګلې راکړ تر ع

09.07.2010 سيد شاه سقيم

هر څه راغلي په سوغات کې صرف کتاب را نه غى ـــ محمد قاسم ابدال ... کوټه

ژوند تېروو په تمه ـــ تمه انقلاب را نه غى دلته د عدل نارې پورته شوې حساب را نه غى يار ته مي واستاوو يو ليک  چې څو سوالونه لرم د يار او ليک مخه هغه شوه هيڅ ځواب را نه غى

05.07.2010 سيد شاه سقيم

سعيد غريب چنداني قواره نه لري ـــ سعيد زابلى

چې پښتون مشر د خوشحال مطالعه نه لري ناولى مخ ګرځي په لاس کې ايينه نه لري شکلو ته ګورم خو نظر مي بې مانا پاتې شي ښايي د عشق رنګونه دغه زمانه نه لري

04.07.2010 سيد شاه سقيم

سترګې دې جارشم راته ګوره نظر مه اړ وه ــــــــــ عبدالرحمان غضري

ترشپو راوخيږي په ورځوکې قطار شي لېمه دوخت له رنګ نه لپي ډکې کړي خمارشي لېمه   دوخت پاچا !  په استثنا يې ټينګار ځکه کووم ښکلي به څه وينو ؟ له مونږ نه که په دارشي لېمه  

28.05.2010 سيد شاه سقيم

د سانيولي زړه دمه ده جانان ـــــــــ اغلې هما ظفر احمدزۍ

دپاکې مينې يو جذبه ده جاناند وارخطازړه حوصله ده جانان زما دزړه په هره سا کې يې يادکله لوګى کله لمبه ده جانان د ژوندانه په هره ستړې لارهدساه نيولي زړه دمه ده جانان دلا

24.05.2010 سيد شاه سقيم

د هـــــــــــــــــــــــــــــــلال نوې غزل

ستا له سترګو خداى شته چې د ډېرو خلکو خيال ساتو مينه خو يو بېل جهان دى دې کې بلا فام کوو چا سره مو څه کار دى ستا قدر به يې نه وي زده مونږ خو په والله په دوه لاسي درته سلام کوو

23.05.2010 سيد شاه سقيم

ته بله را ته وكه چې زه بله درته وكم ــــ شرر

راجمع شئ ملګرو دپردې خبره ده چې زړه رانه چا وړى دهغې خبره ده  پرون ستا سو دكلي رقيبا نو جرګه وكړه په ما او په تا داوړو ددعوې خبره ده  ته بله را ته وكه چې زه بله درته وكم ماـ ناـ او تا نيولې دبوسې خبره ده

12.05.2010 سيد شاه سقيم

بنجاره ــــــــــ جيلاني جلان

چې سحر شي لمر ترکليو پورې راشيزه مې خپل د بينجارګۍ د سامانونوډک وړکى صندوق شا ته وتړمهپه مزه مزه دکليو په لور ورشم ښه په لوړ غږ د سودا نارې وهمهماشومان لکه واړه ورکي له هر خواپه ترپکو په چکچکو را راون ويد چا لاس کې وي زړې زړې چاپلکېدچا لاس کې وي زاړه د ميسو لوښيد چا لاس کې يوه روپۍ او دوه روپۍ وي

12.04.2010 سيد شاه سقيم

يو جانان درې نظمونه

که ته خبر سې  چې زما سترګو کېاوس غم لړلواوښکو ډنډ جوړ کړىنو ته به هم زما پرحالخپلې بې رحمه اوښکې وڅڅوېيوځل خو وليکه چې تاته هم زه ياده يمهيوځل خو وليکه چې ستاسترګې هم ـ  مالټوييوځل خو وليکه چې تاته هم زه ګرانه يمهيوځل خو وليکه چې زه هم ستاپه زړه کې اوسمستا دښايستو سترګو لېمه کې اوسم

02.04.2010 سيد شاه سقيم

شپه به بيا څنګه تېرېږي ــــــــ سيدشاه سقيم

خدايه بيا کډې بارېږي ـ زړه مي ستړى ستړى کېږي . بيا يو څوک رانه بېلېږي ـ زړه مي ستړى ستړى کېږي سپېره دښته نه ختمېږي ـ منزل وار په وار ورکېږي مازديګر دى لمر ډوبېږي ـ زړه مي ستړى ستړى کېږي هلته لېري څوک ژړېږي ـ لا زګروي اورېدل کېږي نيمه شپه ده ډزې کېږي ـ زړه مي ستړى س

24.03.2010 سيد شاه سقيم

يو بل ګام د ابدي ژوندون په لوري ــــــ اغلې هما ظفر احمدزۍ

د ډاګي په لوړه څنډهيوه غټه لوړه ونه غزېدلى ښاخ ولاړه د سپرلي په انتظار کې يې بربنډ وجود نيولىچې به بيا پاڼې تازه کړي بيا به وسپړي ګلونهبخملين يو شين لباس به  بيا په تن کړياو د شنه سيوري د لاندېمېله ځاى به وي د نجونونازولي به

23.03.2010 سيد شاه سقيم

د نوي کال په مخ کې ــــــ سيدشاه سقيم

زه به ورتلم خو تا مي واچاوو دېوال په مخ کې خواره قسمته ! بيا دي سپک کړمه د سيال په مخ کې  په تا يې سپارم د زرينو رڼاګانو خدايه ! 

10.03.2010 سيد شاه سقيم

اوتره مينه ـــــــــــ هما ظفر احمدزۍ

ستا اوتره مينه داسې مي په زړه کړي  منگول خښه لوړ راغه کې دهوسۍ اوتر نظر چېپه يو ـ رپ کې صحرا چڼ کړي د لېمې له يادولو سره يې كاپي كول پروا نه لري

06.03.2010 سيد شاه سقيم

د ماتې مينې نښه ـــــــــــ اغلې هما ظفر احمدزۍ

څوک مي په زړه ووروې ؟د چا په لاس کى پاڼې پاڼې ګله !د چا په پښو کې دي پرېوتې پاڼې د ماتې مينې نښه يا  د جانان بې وفايي نښانهچا يې په قات د کتابو کې ايښىچا هم د چا لپاره په تور وربل ټومبلیدچا د غاړې هار يېد چا د قبر زينتد دوو مينو تر مېنځ د ښو شېبو گواه يېد تنهايي همدم يې د ژوندون هره لحظه ستا له خوشبو نه ډکهنن هم زما په وړاندې

06.03.2010 سيد شاه سقيم

يو رب يو جانان ــــــــ هما ظفر احمدزۍ

که مي بخت کله بيدار شي او د بخت ملکه وپوښتې له ما نهوايه څه دي دى ارمان چې يې پوره کړمه بې شانهتاج په سر دي ناست په تخت کړمکه دي خان کړم د خانانوچې يې ناست د سرو پالنګ کېاو ساقي درکړي جامونه×××نه مي تخت او نه مي تاج د چا په کار دىنه ساقي سره جامونه بُل هوسهنه کوم خان نې د حرامې ځمکې پولهنه د بل په اختيار خوب د سرو پالنګ کې×&ti

17.01.2010 سيد شاه سقيم

اې دسولې قهرما نې ــــ ګلالۍ طوطاخيل

زما دژوند په پراخه لمن کې خپل يواځنې ملګرې زرلښته حفيظ ته دالۍ اې دسولې قهرما نې اې د سولې قهرمانې دوه اختر دې مبارک شهبيا دسولې اوازه ده خوږ خبر دې مبارک شهاوښکې پاکې کړه مه ژاړه شين دسمال مې درته راوړاې د سولې قهر مانې زرغون شال مې درته راوړ

09.01.2010 سيد شاه سقيم

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more